اردوغان : تورکیه د پنځم نسل جنګي جټ الوتکو د تولید په برخه کې یو بل مهم حد ته رسیدلی دی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه د پنځم نسل جنګي جټ الوتکو د تولید په برخه کې یو بل مهم حد ته رسیدلی دی.

2105584

اردوغان دا خبرې په افیون قره حيصار  ولایت کې  د عدالت او پراختيا ګوند له خوا جوړې شوې غونډې ته وكړې.

اردوغان وویل  چې نن د توركيې د دفاعي صنايعو لپاره  يوه بله وياړلې ورځ ده.

"زموږ ملي جنګي الوتکې KAAN نن په بریالیتوب سره خپله لومړۍ الوتنه وکړه. موږ دا مهم ګام اوچت کړ او دا به دوام ومومي."

ولسمشر اردوغان وویل چې  زمونږ جنګي الوتکه  KAAN د F-16 الوتکو څخه نه پرمختللې ده. د پنځم نسل الوتکو د تولید په برخه کې دا یو ډیر مهم ګام دی.

اردوغان د دې په یادولو سره چې تورکیې ددې سربیره  بې پیلوټه  جنګي الوتکې لکه  اکنجي او قزل ایلما هم  جوړې کړي دي.

"موږ به په دفاعي صنعت کې خپل ملت ته نوو زیرو او ښه خبرونو  ورکولو ته دوام ورکړو."

اړوند خبرونه