د تورکیې ملي جنګي الوتکې کان د لومړۍ الوتنې سره د نړۍ پام ځانته اړولی دی.

د تورکیې ملي جنګي الوتکې کان  لومړۍ الوتنې  د نړۍ په رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی دی.

2105666
د تورکیې ملي جنګي الوتکې کان د لومړۍ الوتنې سره د نړۍ پام ځانته اړولی دی.

د تورکیې ملي جنګي الوتکې کان د لومړۍ الوتنې سره د نړۍ پام ځانته اړولی دی.

د تورکیې ملي جنګي الوتکې کان  لومړۍ الوتنې  د نړۍ په رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی دی.

د چین د دولتي تلویزیون په ویب پاڼه کې "د تورکیې د پنځم نسل جنګي الوتکې کان  خپله لومړۍ الوتنه په بریالیتوب سره بشپړه کړه، د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی."

په خبر کې راغلي دي چې تورکیه  پلان لري  چې په تدریجي ډول په خپل  هوایی ځواک کې د اف ۱۶ الوتکو پر ځای خپلې ملي الوتکې ځای په ځای کړي."

 

د یونان دولتي تلویزیون د KAAN د لومړۍ الوتنې انځورونه شریک کړل او د هغې تخنیکي ځانګړتیاوې په اړه يي خپلو لیدونکو ته معلومات ورکړل.

 

د پنټاپوسټګما ورځپاڼې راپور ورکړی چې KAAN کولی شي په هر ډول هوا شرایطو کې الوتنه وکړي. ورځپاڼې لیکلي دي چې د کان الوتکې  به د تورکیې په هوايي ځواک کې مهم رول ولوبوي."

 

الیفتروس ټایپوس ورځپاڼې بیا ویلي دي چې ، تورکیه یو له هغو څو هېوادونو څخه شو  چې د پنځم نسل جنګي الوتکې تولیدوي.

 

د یونان دفاعي ویب پاڼې بیا ویلي دي چې "د کان الوتکه به د  تورکیې د هوايي دفاعي  صنعت په برخه کې یو نوی پړاو پيل کړي."

 

د اذربایجان کافکاس انفو خبری سایټ ټینګار کړی چې KAAN د ترکیې یوه له مهمو ټیکنالوژۍ پروژو څخه ده.

سایټ لیکلي چې اوکراین له تورکیې څخه د KAAN جنګي الوتکو غوښتنه کړې.

 

له بلې خوا د رویټرز خبري اژانس ادعا کړې چې روسیې تورکیې ته د KAAN الوتکې په برخه کې د همکارۍ وړاندیز کړی.

 

د ایران تسنیم خبري اژانس هم د تورکیې د لومړنۍ ملي جنګي الوتکې کان لومړنۍ الوتنې په اړه خبر خپور کړی دی.

 

د اطلاعات ورځپاڼې هم ویلي، د تورکیې د پوځ لومړنۍ ملي جنګي الوتکه کاان د انقرې په اسمان کې الوتنه وکړه.

 

د روسیې خبري اژانس انټرفکس "د تورکیې پنځم نسل جنګي الوتکې خپله لومړۍ الوتنه وکړه." د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

 

تاس خبري اژانس لیکلي چې روسي شرکتونو اعلان کړی چې له تورکیې سره د KAAN د جنګي جیټ پروژې په برخه کې کار کولو ته چمتو دي.



اړوند خبرونه