ولسمشر اردوغان د اذربایجان ولسمشر ته په ټاکنو کې د ستر بري له امله مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف ته په پرونیو ټاکنو کې د بریالیتوب له امله مبارکي وویله.
2099164
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف ته په پرونیو ټاکنو کې د بریالیتوب له امله مبارکي وویله.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان د ولسمشر الهام علي یف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا له امله علي یف ته مبارکي وویله.
اردوغان هیله څرګنده کړه چې د ولسمشر په توګه د علی یف بیا انتخاب به د اذربایجان په ګټه وي.
په دغو ټاکنو کې چې ۴ میلیونه ۹۷۱ زره کسانو رایه ورکړې او د ګډون کچه یې ۷۶،۷۳ سلنه وه، الهام علییف د ۹۳،۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بیا ولسمشر وټاکل شو.
الهام علي یف د ۷ نورو کلونو لپاره د اذربایجان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.