تورکیې وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به د پاکستان نه ملاتړ ته دوام ورکړي.

تورکیې په پاکستان کې د تیرې ورځې خونړي‌ ترهګري بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

2099165

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د پرونیو تروریستي حملو په اړه یوه بیان خپور کړی دی. په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې ،

"په ډیرې ژورې خواشینۍ سره مو د پاکستان د بلوچستان ایالت په دوو ولسوالیو کې د تروریستي بریدونو په اړه چې نږدې ۳۰ تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور ټپیان شوي دي خبر ترلاسه کړ. موږ د پاکستان د ورور ولس په درد کې ځان شریک بولو. موږ به د پاکستان  نه د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې  ملاتړ ته دوام ورکړو."

د ویلو ده چې تیره ورځ د  پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پارلمان د کاندیدانو د ټاکنیز کمپاین پر غونډو  بمي بریدونه وشول چې په نتیجه کې په لسګونو کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي‌ دي.

پيوندونه: #پاکستان , #تورکیه

اړوند خبرونه