ولسمشر اردوغان : مونږ پدې وتوانیدو چې د شلمې پیړۍ ناورین د پیړۍ په پیوستون او همغږۍ بدل کړو.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مونږ پدې وتوانیدو چې د شلمې پیړۍ ناورین چې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په شپږمه نیټه رامنځته شو د پیړۍ په پیوستون او همغږۍ بدل کړو.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مونږ پدې وتوانیدو چې د شلمې پیړۍ ناورین چې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په شپږمه نیټه رامنځته شو د پیړۍ په پیوستون او همغږۍ بدل کړو.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په قهرمانماراش ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو او جوړو شوو کورونو د چابي د تحویلۍ په مراسمو کې وکړې.
اردوغان ټینګار وکړ چې د فبرورۍ د شپږمې نیټې زلزلې چې مرکز یې قهرمان ماراش کې و، د بشر په تاریخ کې یو تر ټولو ټکان ورکوونکی ناورین بلل شوی دی.
" یوه ځانګړنه چې د ملتونو نه ملت جوړوي لکه څرنګه چې په خپلو منځونو کې خوښي شریکوي همدارنګه د ستونزو پر وړاندې یو موټی کیږي او د یو بل غم او درد هم شریکوي.
"د الله تبارک و تعالی څخه د شکر ځای دی چې زموږ ملت د فبرورۍ د شپږمې د زلزلې امتحان په ډیر بریالیتوب سره ترسره کړ. موږ پدې وتوانیدو چې د پیړۍ ناروین د پیړۍ په پیوستون بدل کړو. "ډیر کم هیوادونه او ټولنې شتون لري چې د داسې ناورین په وړاندې چې نږدې ۱۴ میلیونه خلک پکې اغیزمن شوي وي زموږ په څیر قوي ودریږي . چدې زلزلې زمونږ ۱۱ ښارونو په ۱۲۴ ولسوالیو کې په ۷ زره کلیو ا سخت ویجاړتیا رامینځته کړه."
اردوغان د دې خبرې په ټینګار وویل چې حتی د نړۍ تر ټولو پرمختللی هیوادونه هم له کلونو راهیسې له ورته ناورینونو سره د مخ کیدو پر مهال جام پاتې شوي دي.
"د زلزلې د لومړۍ کلیزې په مناسبت، موږ داسې انځور ته رسېدلي یو چې چپه شوو ودانیو ملبې پاکې شوي، د ښارونو د بیارغونې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او خلکو بېرته ژوند ته مخه کړې.".
اردوغان څرګنده كړه چې په زلزله ځپلو سيمو كې د هغو كورونو چې ساختماني چارې بشپړې شوې د پچې له مخې په مستحقینو باندې ویش دوام لري.
"زموږ هدف د کال تر پایه ۲۰۰ زره کورونو جوړول او په مستحقینو باندې ویشل دي. وروسته به موږ په چټکۍ سره دا شمیره ۳۹۰ زرو ته لوړه کړو.