د تورکیې د ګرځندوی عواید په ۲۰۲۳ کال کې ۵۴ میلیارده ۳۱۵ میلیونه ډالرو ته لوړ شول.
د تورکیې د احصایې انستیتوت د معلوماتو له مخې تیر کال د ګرځندوی عواید د ۲۰۲۲ کال پرتله ۱۶.۹ سلنه زیات شوي او ۵۴ میلیارده ۳۱۵ میلیونه ۵۴۲ زره ډالرو ته رسیدلي دي.

په ۲۰۲۳ کال کې له تورکیې څخه د خروج شوو سیلانیانو شمیر د ۲۰۲۲ کال په پرتله په پرتله ۱۱،۱ سلنه زیات شوی او ۵۷ میلیونه ۷۷ زره ۴۴۰ تنو ته رسېدلی دی. له دې جملې څخه ۱۳.۵ سلنه یې ۷ میلیونه ۷۳۰ زره ۴۷۳ تنه په بهر کې میشت تورکي اتباع دي.
تېر کال د سپورت، پوهنې او کلتور لګښتونه ۷۰.۷ سلنه، د خوړو او څښاک لګښتونه ۳۳.۲ سلنه او د استوګنې لګښتونه ۲۷ سلنه زیات شوي دي.
پداسې حال کې چې ۶۷ عشاریه ۶ سلنه ګرځندویانو د ګرځندوی، تفریح ، سپورتي او کولتوري فعالیتونو په موخه تورکیې ته راغلي دي ، په بهر کې د میشتو اتباعو نه ۶۷ عشاریه ۴ يي د خپلو کورنیو او خپلوانو لیدو په موخه تورکیې ته راغلي دي.
د تورکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر د ۲۰۲۴ کال لپاره د ګرځندوی د سکتور نه د ۶۰ میلیاردو ډالرو عوایدو ترلاسه کولو هدف ټاکلی دی.