تورکیې بهرنیو چارو وزیر د قیرغزستان نه وروسته تاجکستان ته سفر وکړ

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل  چې تاجکستان او قرغزستان به په رسمي توګه د مارچ په میاشت کې د دوی ترمنځ سرحدي لانجه پای ته ورسوي او په دې توګه به په سیمه کې امنیت او ثبات لا پسې ټینګ شي.

2086925
تورکیې بهرنیو چارو وزیر د قیرغزستان نه وروسته تاجکستان ته سفر وکړ

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل  چې تاجکستان او قرغزستان به په رسمي توګه د مارچ په میاشت کې د دوی ترمنځ سرحدي لانجه پای ته ورسوي او په دې توګه به په سیمه کې امنیت او ثبات لا پسې ټینګ شي.

وزير فيدان دا څرګندونې په پلازمېنه دوشنبه کې تاجکستان ته د خپل سفر په اړه وکړې.

فیدان وویل چې  قیرغزستان ته يي له سفر وروسته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته راغی او دلته یې د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین محی الدین سره لیدنه وکړه . وروسته د تاجکستان  د ولسمشر امام علي رحمان ډېره ګټوره لیدنه وکړه.

 

هاکان فیدان وویل، په دې کتنه کې د سیمه ییزو مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه ،

"هیله ده چې د مارچ په میاشت کې به تاجکستان او قرغزستان په رسمي توګه خپله سرحدي شخړه پای ته ورسوي. دوی به د سیمې د امنیت او ثبات په برخه کې یو مهم ګام پورته کړي."

فيدان وويل چې په دې ليدنه کې د افغانستان په اړه د تاجکستان نظرونه هم واوریدل او په اړه يي خبرې وکړې.

"د تورکیې په توګه، د سیمې له هېوادونو سره زموږ همکارۍ له نږدې دوام لري، په تېره بیا د ثبات د تامین په برخه کې."

فیدان دې ته په اشارې سره چې تاجکستان هم په سیمه کې ثبات ته اهمیت ورکوي، وویل چې په دوه اړخیزو غونډو کې د سرحدي امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وشوې.

هاکان فیدان وویل چې د تورکیې او تاجکستان امنیتي واحدونه به د سخت دریځو سازمانونو په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي او په دې برخه کې  یو میکانیزم شتون لري.

"موږ اراده لرو چې دا میکانیزم نور هم پرمخ یوسو."

وزیر فیدان دا هم یادونه وکړه چې هغه د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ته خبر ورکړی چې ولسمشر رجب طیب اردوغان سږ کال تاجکستان ته د سفر پلان لري.



اړوند خبرونه