د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "اسرائیل اوس د یوازیتوب په لور روان دی."

اردوغان په استانبول كې په خپله وينا كې وويل، له اسرائيلو څخه د ښه نيت نیت د تمې پر ځای  اوس بايد وګورو چې نړۍ اسرائيل ته په کومه سترګه ګوري.

2077182

"په یاد ولرئ، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې لومړی ۱۲۱ هېوادونو د اسرائیلو پر ضد دریځ درلود، دغو ۱۲۱ هېوادونو له موږ سره عمل وکړ، ۴۰ هېوادونو له خپل مخالفته لاس واخیست او ۱۰ هېوادونو د اسرائیلو پلوي وکړه، خو اوس وخت بدل شوی دی، اسرائیل اوس د یوازېتوب پر لورې روان دی. "د اسرائیلو یوازیتوب به نور هم زیات شي."

ولسمشر اردوغان  پرون  د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر  جوبایډن سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل ،

"لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ تیره شپه د بایډن سره مفصله ټيلیفوني غونډه درلوده او د دې غونډې اصلي موضوع د F-16 په برخه کې پرمختګونه وو. بایډن وویل چې هغه د F-16 په اړه د پرمختګونو په اړه مثبت  نظر لري او چمتو دی چې  په دې اړه کانګرس ته وړاندیز وړاندې کړي.

دوی وویل چې دوی په ځانګړې توګه د سویډن په اړه زموږ چلند ته پاملرنه کوي او هغه پریکړه چې زموږ پارلمان به کوي. هغه وویل، "موږ هم د سویډن په وړاندې صادقانه چلند لرو، او تمه لرو چې دوی د تروریزم په وړاندې خپل چلند بدل کړي . په ناټو کې د سویډن د غړیتوب مسئله زمونږ د پارلمان د کمیسیون نه تیره شوې ده."

"په غزه په روانو بریدونو  تر ۱۸ زرو زیات خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړی چې ډیری ښځې ، ماشومان، او بوډاګان دي. ښوونځي، جوماتونه او کلیساوې  په نښه شوي او ویجاړې شوې دي. موږ  دوې ته وویل چې ایا دلته د انسانیت کومه نښه او نښانه شتون لري؟ اوس ددې  وخت  دی چې  باید امریکا دلته مداخله وکړي، تاسو باید مداخله وکړئ."

که تاسو په دې کې مداخله ونه کړئ، یقینا دا د انسانیت ضد جرم دی. موږ هم  دلته تړلي لاسونه دریدلی نشو "موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو."

اړوند خبرونه