تورکیې د غزې نه ۶۸ تنه نور ناروغان د درملنې په موخه تورکیې ته راانتقال کړل

د تورکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې له غزې څخه تورکیې ته ۶۸ تنه نور ناروغانو انتقال بشپړ شو.

2076090
تورکیې د غزې نه ۶۸ تنه نور ناروغان د درملنې په موخه تورکیې ته راانتقال کړل

د تورکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې له غزې څخه تورکیې ته ۶۸ تنه نور ناروغانو انتقال بشپړ شو. هغه ویلي دي چې د نوموړو ناروغانو نه

"۳۷ تنه  یې ماشومان او ۳۱ تنه يې لویان دي. ۴ یې د سرطان ناروغان دي. پاتې نور یې په عمده توګه د صدماتو، ارتوپیدي او ټپونو ناروغان دي."

وزیر کوجا د غزې څخه د ۶۸ تنو ناروغانو او د هغوې ۶۱ تنو پایوازانو  ته ښه راغلاست ووایه. نوموړي ناروغان  د مصر د العریش هوایی ډګر څخه د تورکیې د  ملي دفاع وزارت اړوند الوتکې لخوا تورکیې ته راانتقال شول.

وزیر کوجا راپور ورکړ چې په راوړل شویو ناروغانو کې د ریتال په نوم یوه نجلۍ هم وه چې په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو عکسونو له امله پیژندل شوې وه چې د اسرائیلو په هوایی بریدونو کې ټپي شوې وه او د مداخلې په صورت کې د هغې د پښو د پرې کیدو خطر و.

هغه وویل چې دا ناروغان به د ایټلیک او بلکینټ  په لویو ښاري روغتونونو کې تداوي شي.

"موږ تر دې مخکې  ۱۱۴ ناروغان راانتقال کړي وو  او د  دې  ۶۸  تنو ناروغانو له راتګ سره دا رقم  ۱۸۲ تنو ته لوړ شو. ټولټال ۳۵۹ کسان له خپلو پایوازانو  سره راوړل شوي، تر دې دمه موږ دوه ناروغان له لاسه ورکړي دي، زموږ ۶ ناروغان تر جدي مراقبت  لاندې دي. "


پيوندونه: #ناروغان , #غزه , #تورکیه

اړوند خبرونه