ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۳ نن پیلیږي

په نړۍ کې یو له خورا پراخه ګډون خاوند فورمونو څخه  ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۳  "TRT World Forum 2023" نن پیلیږي.

2074191
ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۳ نن پیلیږي

په نړۍ کې یو له خورا پراخه ګډون خاوند فورمونو څخه  ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۳  "TRT World Forum 2023" نن  پیلیږي.

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ادارې لخوا جوړ شوی ، ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۳ نن پیلیږي. دا فورم به  په ګډه د ودې کولو، مسئولیتونو، کړنې او حل لارې پر موضوع ګانو د بحث په خاطر دوه ورځې دوام وکړي.

د تورکېې ملي راډیو تلویزیون لخوا د خپور  شوي بیان له مخې، ټي آر ټي  ورلډ فورم چې تر ننه پورې  د ډیرو زیاتو هیوادونو څخه له ۸۵۰۰ څخه د ډیرو ګډون کوونکو میلمنو او ۶۵۱ ویناوال  سره  راټول کړي دي، د ټي آر ټي ورلډ فورم په سږنۍ غونډه کې به د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو څخه  ۱۵۳ تنه اکاډمسینان، سیاستوال، غیر دولتي کارکونکي، د ستراتیژیکو مطالعاتو کارپوهان، بیوروکراټان او ژورنالیستان  ګډون وکړي. نوموړي کسان به د نړۍ د اجنډا پر مهمو مسئلو رڼا واچوي.

د ویلو ده چې ټي آر ټي ورلډ فورم سږ کال د اوم ځل لپاره جوړیږي. د سږني فورم موضوع  په ګډه وده کول، مسؤلیتونه، کړنې او حل لارې دي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان به د غونډې پرانیستونکې وینا وکړي.

تمه ده چې اردوغان به په خپله وینا کې د نړۍ د اجنډا په اړه مهم پیغامونه ورکړي.

په غونډه کې به  د ولسمشر مرستیال جودت یلماز او ځینې وزیران د مهمو موضوعاتو په اړه څرګندونې وکړي.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به په سلګونو کورني او بهرني اکاډمسینان، بیوروکراټان، ژورنالیستان، سیاستوال او د غیر دولتي موسسو استازي په دې غونډه کې سره راټول شي، چې په کې به پرانیستې وینا، پینل بحثونه او د کارپوهانو سره ګردي میز ناستې شامل وي.

د غونډې مهم موضوعاتو کې  به نړیوال امنیت، انرژي او اقلیم، اقتصاد، ټیکنالوژي، مصنوعي ځیرکتیا، رسنۍ او عامه نشرات او سیاست شامل وي.

په علني غونډو کې په ډیری موضوعاتو کې کارپوهانو په ځانګړې توګه "د تورکیې پیړۍ لید:، تورکیه د سیسټم جوړونکي لوبغاړي په توګه ، د اسرائیلو لخوا  پر غزې ناروا او وحشیانه بریدونه او جګړه،  بشري کړکیچ او د سولې امکانات"، "په ډیجیټل دور کې عامه نشرات ،  ننګونې او فرصتونه په اړه به بحثونه او خبرې وشي.



اړوند خبرونه