تورکیه : اروپايي ټولنه باید د تورکیې سره د نورو نوماندو هېوادونو په څېر چلند وکړي .

په اروپايي اتحاديه کې د تورکيې دايمي استازي سفير فاروق قيماقچي وويل چې اروپايي ټولنه بايد له تورکيې سره د نورو نوماندو هېوادونو په څېر چلند وکړي او د غړيتوب بهیر پياوړی کړي.

2072654
تورکیه : اروپايي ټولنه باید د تورکیې سره د نورو نوماندو هېوادونو په څېر چلند وکړي .

په اروپايي اتحاديه کې د تورکيې دايمي استازي سفير فاروق قيماقچي وويل چې اروپايي ټولنه بايد له تورکيې سره د نورو نوماندو هېوادونو په څېر چلند وکړي او د غړيتوب بهیر پياوړی کړي.

د تورکیې - اروپايي ټولنې  د ګډې پارلماني کمیټې د اروپايي ټولنې  پلاوی د دسمبر په ۱۹ مه نيټه د دوو ورځو لپاره په پلازمینه انقره کې جوړیدونکي د تورکیې او اروپايي ټولنې د ګډې پارلماني کمیټې د ۸۰ یمې غونډې د چمتووالي په خاطر د تورکیې پلاوي سره ولیدل.

په دې غونډه کې چې د تورکیې – اروپايي ټولنې د ګډې پارلماني کمیټې معادل رئیس سرګي لاګوډینسکي لخوا تنظیم شوی وه، د اروپايي اتحادیې لپاره د تورکیې دایمي استازي سفیر قیماقچي وینا وکړه.

سفیر قیماقچي د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ د عالي استازي جوزپ بوریل لخوا چمتو شوي "د اروپايي اتحادیې - تورکیې د سیاسي ، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو وضعیت" تر سرلیک لاندې راپور کې شامل وړاندیزونو ته اشاره وکړه او وویل چې دا یو  مثبت ګام  دی خو له بده مرغه چې د تورکيې او اروپايی ټولنې ترمنځه په اړیکو کې په مهمو برخو کې مهم ګامونه ندي اوچت شوي.

قیماقچي د تورکیې سره د مساوي نوماند هیواد په توګه د چلند اهمیت ته په اشارې سره وویل چې په راپور کې د لوړ پوړو خبرو اترو غونډو او د اتحادیې شورا د بیا پیل په اړه وړاندیزونه مهم وبلل.

قیماقچي ټینګار وکړ چې د ګمرکونو ټولنې د تازه کولو لپاره د خبرو اترو پیل باید په شرایطو پورې ونه تړل شي او وویل چې د دواړو خواو اقتصاد ورته اړتیا لري.

قیماقچي په دې باندې په ټینګار سره چې د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه باید د تورکیې اتباعو ته د ویزې د معافیت تر رسیدو پورې د ویزې اسانتیاوې برابرې کړي. قیماقچي یادونه وکړه چې د تروریزم سره په مبارزه کې نږدې همکاري به د تورکیې او اروپايي اتحادیې ترمنځه په اړیکو کې باور زیات کړي.

قیماقچي اشاره وکړه چې د غیر منظم مهاجرت سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ یو مهم رکن د سوري وګړو د داوطلبانه، باعزته او خوندي ستنولو لپاره د ګډو مطالعاتو او پروژو ترسره کول دي.

سفیر قیماقچي ټینګار وکړ چې په اروپایی اتحادیه کې د تورکیې د غړیتوب لید پیاوړتیا به د اصلاحاتو په ګړندی کولو او د اروپایی اتحادیې له پالیسیو سره د موافقت د کچې په لوړولو کې مرسته وکړی.



اړوند خبرونه