د تورکیې ملي استخباراتو د اسرائیل استخباراتو ته خبرداری ورکړ

د تورکیې ملي استخباراتو د اسرائیلو استخباراتي واحدونو ته خبرداری ورکړی چې په تورکیه کې د هر ډول  غیرقانوني فعالیت د ترسره کولو په صورت کې به پرې ډیر سخت بدل پرې کړي .

2072587

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې اسرائیل د حماس د هغو غړو د وژنې پلانونه جوړوي چې له فلسطینه بهر ژوند کوي.

په خبر کې ادعا شوې چې د اسرائیلو استخباراتي واحدونه په لبنان، تورکیې او قطر کې د حماس غړیو د  په نښه کولو پلان لري.

د اسرائیلو د کورني استخباراتو ادارې شین بیت (شاباک) رئیس رونین بار د اسرائیلو د دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې  "دوی هوډ لري چې د قطر، تورکیې او لبنان په ګډون په ټوله نړۍ کې د حماس مشران ووژني، که څه هم کلونه وخت ونیسي. "

د تورکیې استخباراتي سرچینو ویلي چې په نړیوالو رسنیو کې د هغو خبرونو پر بنسټ چې اسرائیل به د تورکیې په ګډون له فلسطینه بهر د حماس غړي په نښه کړي ، دوې د اسرائیلو استخباراتي واحدونو ته خبرداری ورکړی چې په تورکیه کې د هر ډول غیرې قانوني فعالیت د ترسره کولو په صورت کې به پرې ډیر سخت بدل پرې کړي.

چارواکو یادونه وکړه چې مختلفو استخباراتي ادارو ددینه  دمخه  هم د تورکیې جمهوریت په خاوره کې د غیرقانوني فعالیتونو د ترسره کولو هڅه کړې، خو یو هم کامیاب شوی ندی او هیچا ته ددې فعالیت اجازه نده ورکړ شوې.

اړوند خبرونه