ولسمشر اردوغان : هغه څوک چې د غزې پر قتل عام چپ پاتې دي هغوې د نړۍ لپاره د خبرې کولو حق نلري
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وویل ، هغه كسان چې په غزه كې د بې ګناه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه په خاموشۍ غوره کړې او حتی د حماس په بهانه غواړي دې بشري جنایت ته مشروعيت هم وركړي، د بشريت لپاره د ویلو لپاره یوه جمله هم نلري.
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وویل ، هغه كسان چې په غزه كې د بې ګناه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه په خاموشۍ غوره کړې او حتی د حماس په بهانه غواړي دې بشري جنایت ته مشروعيت هم وركړي، د بشريت لپاره د ویلو لپاره یوه جمله هم نلري.
ولسمشر اردوغان د استانبول د کانګرس په مرکز کې د اسلامي همکاریو د سازمان د اقتصادي او تجاري همکاریو دایمي کمیټې د ۳۹مې دورې د وزیرانو غونډې په پرانیستونکې پروګرام کې ګډون وکړ.
اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د شهید شوو هرو درې تنو نه ۲ تنه يي ښځې او ماشومان دي.
"هغه کسان چې هڅه کوي په خاموشۍ سره د دومره بې ګناه انسانانو وژنې پټې کړي او د حماس په پلمه دې بریدونو ته مشروعیت ورکولو هڅه کوي، د انسانیت لپاره د ویلو لپاره یوه کلمه هم نه لري."
په ملګرو ملتونو کې په رایه اچونه کې، یو لوري چې ۱۲۱ هیوادونه دي وویل چې " نور جنګ بس دی، د وینې تویونې باید ودریږي." له بلې هغه ۳ یا ۵ هیوادونه چې د اسرائیلو د وحشت او بریدونو نه بشپړ ملاتړ کوي یا خو ځان چپ ونیو او یا هم يي د اسرائیلو پر پلوي رای وکاروله.
"له بده مرغه یو داسې یو نړیوال میکانیزم شتون لري چې یوازې هغه وخت اقدام کوي کله چې دا ۳ یا ۵ هیوادونه وغواړي. دا ناشونې ده چې دا ډول جوړښت سوله راولي، شخړې بندې کړي، یا د انسانیت لپاره هیلې او امیدونه برابر کړي."
اردوغان وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان چې بنسټ ایښودنه یې د فلسطین له مسئلې څخه دفاع ده، په یوه غږ او یو وجود سره د مبارزې د پرمخ بیولو لپاره مهم بنسټ جوړوي.
"موږ به اجازه ورنکړو چې د اټومي وسلو مسئله چې اسرائیل یې هم شتون مني، هېر شي. ایا اسراییل اټومي بم لري؟ هو لري يي ، ، مګر که تاسو پوښتنه وکړئ، دوی وايي چې نه نلري."
"د غزې اوسنی قصاب (د اسراییل لومړی وزیر بنیامین) نتنیاهو نه یوازې یو جنګي مجرم دی، بلکې هغه به خامخا د غزې د قصاب په توګه محاکمه کیږي لکه څنګه چې (د صربستان او یوګوسلاویا پخوانی ولسمشر سلوبودان) میلوسوویچ محاکمه شوی و."
ولسمشر اردوغان د اسرائیلو واکمنانو ته چې د مختلفو موخو په لټه کې دي وویل " غزه د فلسطین خاوره ده، غزه د فلسطینیانو ملکیت دی او تل به همداسې وي. هغه یادونه وکړه چې هغه غواړي یو ځل بیا دا حقیقت بیان کړي.
اردوغان ټینګار وکړ چې په سیمه کې د سولې یواځنۍ لاره د خپلواکه فلسطیني دولت له جوړېدل دي.
"موږ چمتو یو چې د تضمین په ګډون هر ډول مسؤلیتونه په غاړه واخلو ترڅو سوله تامین شي."