ولسمشر اردوغان : تورکیه د تل په څیر نن هم د خپل ملت او دولت سره یو ځای د فلسطین ترڅنګ ولاړ دی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه  لکه د تاریخ د اوږدو په څیر، نن هم د خپل دولت او ملت سره  یو ځای د خپلو فلسطیني وروڼو ترڅنګ ولاړه ده.

2070701

ولسمشر اردوغان  د نوامبر ۲۹  د فلسطین د خلکو سره  د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت  پيغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې " تورکیه  لکه د تاریخ د اوږدو په څیر، نن هم د خپل دولت او ملت سره  یو ځای د خپلو فلسطیني وروڼو ترڅنګ ولاړه ده "

" د غزې له وروڼو سره زموږ بشري مرستې دوام لري. تر اوسه موږ ۱۲ الوتکې او ۱ کښتۍ مرستې د مصر د   العریش ښار ته استولې دي. زموږ دویمه په مرستو بار کښتۍ چې ۱۵۰۰ ټنه بشري مرستې لیږدوي د العریش بندر پر لورې حرکت کړی دی. موږ د غزې نه ټپیان او په  ځانګړې توګه د سرطان ناروغان او ماشومان د درملنې په موخه تورکیې ته راانتقالوو او دلته ورته درملنه کوو. په غزه کې د ساحوي روغتونونو لپاره د ځای ټاکلو مطالعات ترسره کیږي. د یرغمل شویو کسانو د  خوشې کولو لپاره او اوربند دایمي کولو په خاطر هلې ځلې کوو. انشاالله چې ددینه وروسته به هم  زموږ هلې ځلې او اقدامات په څو اړخیزه توګه دوام وکړي."

اړوند خبرونه