د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

2070793
د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پرون چارشنبه د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه.

د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې، د غزې پر وضعیت او یو زیات شمیر نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې.

د ملي امنیت شورا  ویلي چې اسرائیل به نن وي او که صبا په غزه کې د ترسره کړو بشري جنایتونو چې په تاریخ کې د تورې لکې په توګه يي په تندي لګیدلی ده  د پایلو سره مخ شي.

د ملي امنیت شورا له غونډې نه وروسته یوه اعلامیه خپره کړه.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د ملي امنیت شورا غونډې ته په هیواد کې د پي کاکا ترهګري سازمان او د هغه څانګو ، فتو او داعش ترهګري سازمان په ګډون د ټولو ترهګرو سازمانونو پر خلاف  چې  د هیواد ملي یووالي او بقاء ته ستر ګواښونه مخامخ کړي دي د روانې مبارزې په اړه  معلومات وړاندې شول.

په اعلاميه کې د غزې په تړانګه کې د اسرائيلو بريدونو ته هم اشاره شوې چې د اکتوبر له اوومې راهيسې يې شاوخوا ١٦ زره فلسطينيان پکې وژل شوي دي. په اعلامیه کې راغلي دي چې" اسرائیل به نن وي او که صبا په غزه کې د ترسره کړو بشري جنایتونو چې په تاریخ کې  د تورې لکې په توګه يي په تندي لګیدلی ده  د پایلو سره مخ شي.

دا د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی چې په ټولیزه توګه ددې وحشیانه او ظالمانه  بریدونو مخه ونیسي، د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو او د غزې د خاورې اشغال مخه ونیسي. په اعلامیه کې  ټینګار شوی چې تورکیه به په دې برخه کې هر ډول اقداماتو ته دوام ورکړي. د اسرائیلو ادارې او د ملکي وګړو د روان  قتل عام ملاتړ کوونکو خبرداری ورکړی چې که دغه ناوړه عملونه سمدستي بند نه شي، ددې ناوړه اغیزې به په نسلونو دوام وکړي او دا شدت او تاوتریخوالی به ددې سیمې نه بهر ته هم وغځیږي. په اعلامیه کې راغلي دي چې په سیمه کې د دایمي سولې او تل پاتې امنیت یوازېنې حل لار د ۱۹۶۷ کلونو او ختیځ بیت المقدس د پلازمینې سره د یو خپلواکه فلسطیني دولت جوړول دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملي امنیت شورا په غونډه کې  له عراق سره د همکارۍ، په کرکوک کې وروستيو پرمختګونو او تورک تباره ترکمنانو پر وضعیت، د اذربایجان-ارمنستان ترمنځه د دایمې سولې  هوکړې د پایلې او د سیمې او نړۍ پر سیاستونو د روسیې او اوکراین د جګړې د اغیزو په اړه په هر اړخیزه توګه خبرې وشوې.



اړوند خبرونه