ولسمشر اردوغان : د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو په تاریخ کې خپل نوم د غزې د قصاب په توګه ثبت کړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو په تاریخ کې خپل نوم د غزې د قصاب په توګه ثبت کړ.

2070488
ولسمشر اردوغان : د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو په تاریخ کې خپل نوم د غزې د قصاب په توګه ثبت کړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو په تاریخ کې خپل نوم د غزې د قصاب په توګه ثبت کړ.

هغه وویل چې نتنیاهو د غزې پر څه باندې ۲ میلیونو تنو انسانانو د خوړو، اوبو، برښنا ، ګازو او تیلو په بندولو سره غزه په یو سرخلاصي زندان بدله کړه.

دوی هر ډول ظلمونه وکړل. زموږ ۱۶ زره خویندې او وروڼه چې له ۷۰ سلنې څخه زیات یې ښځې او ماشومان وو، د اسرائیلو په برید کې شهیدان شول. زموږ تر ۳۵ زرو ډېر خویندې او  وروڼه ټپیان شول. په غزه کې دوه پر درېمه  برخه ودانۍ ویجاړې کړې. تعلیمي  او روغتیايي زیربناوې له منځه وړي. د همدې امله په تاریخ کې د نتنیاهو نوم د غزې د قصاب په توګه ثبت شوی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې ترڅنګ دا د شرم او ننګ توره لکه د ټولو هغه کسانو په تندي پورې ده چې د نتنیاهو نه ملاتړ کړی دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په پارلمان کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې وکړې.

هغه وویل چې موږ به د یو یا دوو هیوادونو نه پرته  د نورو لویدیځو هیوادونو دا بې تفاوته پاتې کیدل هیر نکړو. موږ به دوی حساب ته د راکاږولو  لپاره ټولې موجودې لارې وکاروو. موږ په خپل ټول وس سره او توان د غزې د خلکو ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړو. زموږ د تماسونو تر ټولو مهمه موضوع د غزې جګړه ده. موږ د اسپانیا له ولسمشر سره ولیدل. د غزې په اړه د هغوې  د صادقانه دریځ له امله مبارکي وایم.

سبا متحده عربي اماراتو ته سفر کوو. هلته  به پدې اړه خبرې وکړو چې د غزې لپاره څه کولی شو. موږ د تیرې جمعې پر ورځ پیل شوې د بندیانو تبادله او بشردوستانه لنډ مهاله اوربند  د یو مثبت پرمختګ په توګه ارزو. موږ خوښ یو چې د غزې د اړتیا وړ مواد سیمې ته رسول شوي دي. په هرصورت غزې ته استول شوې مرستې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي ندي. اسرائیل باید د نتنیاهو چې په داخل کې د جدي فشارونو لاندې دی  ، د خپلې څوکۍ د بقاء په خاطر د نورو ژوند اخیستو مخه ونیسي. ځکه چې د نتنیاهو دا کړنې او ضد انساني چلند  دا د ټولو یهودانو خوندیتوب  له خطر سره مخامخوي.

همداشان ولسمشر اردوغان وویل چې په نړۍ کې له اسلام سره دښمني مخ پر ډیریدو ده. په دې هیوادونو کې میشت کډوال د لویدیځو هیوادونو د غیر مسؤلانه بیاناتو قیمت ادا کوي.

له هغو کسانو سره چې قرآن سوځوي او مسلمانانو سپڅلو ارزښتونو ته سپکاوی کوي هغوې ته امتیاز ورکول  دا ښه نیت نه دی. نن ورځ دوی هڅه کوي چې د مسلمانانو ستونزه ایجاد کړي. موږ پرمختګونه له نږدې تعقیبو. موږ به اجازه ورنکړو چې حتی د یوه هیوادوال له پوزې وینې وبهیږي. د غزې سره به زمونږ مرستې دوام وکړي.

زموږ دویمه کښتۍ چې ۱۵۰۰ ټنه بشردوستانه مرستې پکې بار دي نن د غزې پر لورې حرکت کوي. موږ له غزې څخه یو زیات شمیر د سرطان ناروغان د درملنې لپاره  تورکیې ته راوړي دي. هیله مند یو چې زموږ نوښتونه به له اوس څخه په څو اړخیزه توګه دوام ومومي. موږ به د اوربند دایمي کولو لپاره خپلې هڅې او  اړیکې ګړندۍ کړو.



اړوند خبرونه