هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن او ناـو سرمنشي ستولتنبرګ سره ولیدل

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په بلجیم کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره ولیدل.

2069997
هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن او ناـو سرمنشي ستولتنبرګ سره ولیدل
fidan stoltenberg.jpg

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په بلجیم کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره ولیدل.

د تورکیې وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  وزیر فیدان په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر بلینکن سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د غزې او په  ناټو کې د سویډن د غړیتوب په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، بلینکن ویلي چې دوی څو اونۍ وړاندې په انقره کې له فېدان ډیره ګټوره لیدنه کړې وه او تمه  لري چې نن هم ورته ګټوره ناسته وکړي.

بلینکن دې ته په اشارې سره چې  هرڅوک د غزې د بحران په اړه کار کوي.

"لکه څنګه چې موږ د راتلونکې جون په میاشت کې  د ناټو  په  سرمشریزه کې د ناټو د ۷۵ کلیزې  په لورې روان یو، موږ د سويډن د غړیتوب ، د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو او یو زیات شمیر نورې مهمې مسئلې دلته د ناټو په غونډه کې د خبرو کولو لپاره لرو."

بلینکن وویل چې هغه د دې مسلو په اړه د خپل لید د شریکولو لپاره د فرصت رامنځته کولو له امله منندوی دی.

"زه له تورکیې سره چې د ناټو یو مهم او ارزښتناک متحد دی، زموږ له همکارۍ څخه هم ډیر منندوی یم."

وزیر فیدان ویلي دي چې  نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره راغلی دی.

"زموږ په وړاندې خورا مهم مسایل شتون لري او زه ډاډه یم چې موږ ټول به خورا ښکاره او روښانه بحثونه وکړو. موږ واقعیا زموږ دوستۍ او همکارۍ ته ارزښت ورکوو."

 

د ویلو ده چې هاکان فیډان د ناټو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې مخکې د ناټو سازمان  له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره هم لیدنه وکړه.



اړوند خبرونه