د تورکېې د یونس امره انیستیتیوت افغان محصلینو ته د ارزښتونو روزنه روزنیز سیمینارونه جوړوي.
د تورکیې د یونس امره انسټیټیوټ د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پوهنتون محصلینو لپاره د ارزښتونو د زده کړې په ګډون د سیمینار لړۍ پنځمه غونډه جوړه کړه.
2069694
د تورکیې د یونس امره انسټیټیوټ د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پوهنتون محصلینو لپاره د ارزښتونو د زده کړې په ګډون د سیمینار لړۍ پنځمه غونډه جوړه کړه.
د یونس امره پوهنتون د کابل دفتر هره میاشت د افغانستان په یو پوهنتون کې د ارزښتونو روزنه تر عنوان لاندې روزنیز سیمینارونه جوړوي.
نوموړي سیمینارونه چې تر اوسه پورې د هېواد پالنې، وفادارۍ، مسؤلیت، امید، مینه، محبت، احترام، یووالي او پیوستون، عدالت، رښتینولي، رحم او صبر په موضوعاتو سره جوړ شوي دي پنځم يي د کابل د روزنې او ښوونې په پوهنتون کې د صبر د موضوع په اړه جوړ شو.
دا سیمینار چې په خپلو څانګو کې د کارپوهانو لخوا ورکول کیږي شاوخوا ۱۰۰ افغان محصلینو پکې برخه اخیستې وه.
د غونډې په پای کې هغو محصلینو ته چې پوښتنو ته یې سم ځوابونه ورکړي وو، قرانکریم او ځیني نورې ډالۍ ورکړل شوی.