د تورکیې وسله والو ځواکونو د پي کاکا ترهګريز سازمان ۱۳ تنه غړي ووژل

د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر خلاف په عملیاتو کې د  هاکورک سیمو کې د د پي کاکا ترهګرې ډلې ۱۳ تنه غړي له منځه یوړل شول.

2065522
د تورکیې وسله والو ځواکونو د پي کاکا ترهګريز سازمان ۱۳ تنه غړي ووژل

د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر خلاف په عملیاتو کې د  هاکورک سیمو کې د د پي کاکا ترهګرې ډلې ۱۳ تنه غړي له منځه یوړل شول.

د تورکیې د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ،

"زموږ اتل وسله وال ځواکونه د " ولټوه، پیدا کړه او له منځه یوسه "  تر شعار لاندې د د ترهګرۍ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه  کې ويل شوي چې د عراق په شمال کې د پنجه – تالۍ  په عملياتو او د هاکورک  په سيمو کې د پې کاکا ترهګري سازمان ۱۳  تنه تروريستان په هوايي عملياتو کې له منځه وړل شوي دي او ټينګار شوى دى چې دغه عمليات به دوام ولري. په بیان کې راغلي دي چې عملیات به تر هغه دوام وکړي چې تر څو وروستی ترهګر له منځه وړل شوی نوي.

له بلې خوا، د ملي استخباراتو سازمان (MİT) د سوریې په شمال کې د ترهګرو  "ایډیالوژیکي سیمې مسؤول" ادریس سرحد مشهور په علي سوباشي  د ځانګړو هدفي عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړ.



اړوند خبرونه