ولسمشر اردوغان : امریکا د اسرائیلو نه د ملاتړ په خاطر په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي‌ دي

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د امریکا لخوا په غزه کې د اسرائیلو د قتل عام نه د ملاتړ له امله  ډیر سخت غبرګونونه راپارولي‌ دي.

2062900
ولسمشر اردوغان : امریکا د اسرائیلو نه د ملاتړ په خاطر په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي‌ دي

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د امریکا لخوا په غزه کې د اسرائیلو د قتل عام نه د ملاتړ له امله  ډیر سخت غبرګونونه راپارولي‌ دي.

اردوغان له اوزبیکستان څخه د راستنېدو پر مهال په الوتکه کې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان هغو ارزونو ته په اشارې سره چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نه په انقره کې  ډیر سوړ هر کلی وشو، وویل چې د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ او پروتوکول مقررات په ښه توګه پېژني او عملي کوي.

"په ټوله نړۍ کې د امریکا په وړاندې اعتراضونه کیږي، ولې؟ ځکه چې په غزه کې د اسرائیلو د وژنې ملاتړ  امریکا د غبرګونونو هدف ګرځیدلی دی."

"د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن ترټولو لویه تېروتنه په پیل کې وکړه. کله چې تاسو اسرائیلو ته ځئ، نو تاسو وایئ چې زه دلته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سربیره د یو یهودي په توګه راغلی یم. که داسې ووایې نو دا به خامخا د عکس العمل سره مخامخ کیږي. دوې ته تر ټولو ښه ځواب  د استانبول د ینې کاپي‌ په سیمه کې د یو نیم میلیون تنو راټولیدل او د هغوې پر خلاف غبرګون ښودل وو.  دا د تورکیې په بیلابیلو برخو کې د ډیری دا ډول سترو اعتراضي‌ غونډو ترسره کیدل دي. په انګلستان، فرانسې او امریکا کې په لسګونو زره کسان د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو. د نړۍ یوې لویې برخې غبرګون وښود.»

اردوغان ټینګار وکړ چې دوی هڅه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د ډیپلوماسۍ له ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره په سیمه کې د دوی د خلکو پر وړاندې چلند ته ځواب ویل کیږي.

"بشري حقونه او نړیوال قانون امر کوي چې دا ناپاکه جګړه ژر تر ژره ودرول شي. هیڅوک باید خپل ځان د نړیوالو قوانینو څخه بهر نه کړي، او هرڅوک باید د داسې بې پروایۍ په وړاندې دریځ ونیسي. له بده مرغه، اسرائیل د هغه بې غورۍ تمرکز دی چې ما یې یادونه وکړه. هغه وویل، «تر څو چې د اسرائیلو مسله نه وي حل شوې، زموږ په سیمه او نړۍ کې بشپړه سوله او بشپړ نړیوال قانوني نشي‌ حاکمیدی.

اردوغان څرګنده كړه چې اوس مهال د اسرائيلو ۶۰-۷۰ سلنه خلك د لومړي وزير بنيامين نتنياهو پر ضد دي. اردوغان وویل حماس د ملکي‌ وګړو د برمته کولو په څیر کوم درد نلري.  اسرائیل باید په لاس کې موجود زنداني‌ ټول   فلسطینیان خلاص کړي، همداشان ددې په مقابل کې حماس هم باید اسرائیلي‌ اسیران  سمدستي خوشې کول."



اړوند خبرونه