استانبول د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ۱۳ میلیونو ۱۵۶ زره ۲۰۹ بهرنیو سیلانیانو کوربه و.
په روان کال په لومړنیو میاشتو کې څه باندې ۱۳ میلیونه تنه سیلانیان استانبول ته راغلي دي
استانبول د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ۱۳ میلیونو ۱۵۶ زره ۲۰۹ بهرنیو سیلانیانو کوربه و.
د کلتور او ګرځندوی وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې، په سپټمبر میاشت کې استانبول ته ۱ میلیون ۶۳۱ زره ۹۶۳ بهرني سیلانیان راغلي چې د تیر کال د ورته میاشتې په پرتله ۱ عشاریه ۵۵ سلنه زیاتوالی دی.
هغه بهرني سیلانیان چې د سپټمبر په میاشت کې یې تر ټولو زیات استانبول ته سفر کړی و، د ۱۶۸ زره ۹۲۵ کسانو په لرلو سره روسان وو.
له روسیې وروسته جرمني د ۱۱۹ زره ۶۸۱ کسانو په لرلو سره دویم، ایران د ۱۱۱ زره ۶۸۸ کسانو په لرلو سره درېیم او امریکا د ۸۷ زره ۶۷۰ کسانو په لرلو سره څلورم ځای لري.
دغه هیوادونه د ۶۴ زره ۹۸۰ کسانو په درلودلو سره انګلستان او فرانسه د ۴۶ زره ۵۴۷ کسانو په درلودلو سره ورپسې دی.
د سپټمبر په میاشت کې استانبول ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ په برخه کې د عربي هیوادونو په منځ کې عراق لومړی، سعودي عربستان دویم، الجزایر دریم او مراکش څلورم ځای لري.
تر مراکش وروسته اردن، مصر، لیبیا او کویت دی.
د کال په لومړیو ۹ میاشتو کې استانبول ته د راغلو سیلانیانو شمېر ۱۳ میلیونه ۱۵۶ زره ۲۰۹ تنو ته رسیدلی دی.