ولسمشر اردوغان قزاقستان ته سفر وکړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکي دولتونو د سازمان په لسمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.
2059385
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکي دولتونو د سازمان په لسمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان به د «د تورکانو دوره » تر نامه لاندې د تورکي دولتونونو سازمان په سرمشریزه کې چې د ګډوون په موخه د قزاقستان پلازمینې استانې ته سفر وکړ. دا سرمشریزه به نن د نوامبر دویمه نیټه پيل او او سبا جمعې په ورځ به پایته ورسیږي.
په دې سرمشریزه کې چې د دغه سازمان د مشرۍ دوره له ازبکستان څخه قزاقستان ته انتقال شي، مشران به په دغه سازمان کې د همکارۍ د زیاتولو پر هڅو خبرې وکړي.
ولسمشر اردوغان چې د نوامبر په ۳ مه نیټه به د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړي او مشران به د نړۍ د اوسنیو او سیمه ایزو مسلو په اړه د نظر تبادله وکړي، تمه کیږي چې دوه اړخیزې غونډې هم وکړي.