د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د غزې په اړه ډیپلوماسۍ ته دوام ورکوي.
اسرائیل پر غزې خپلو وحشیانه او بې رحمانه بریدونو ته دوام ورکوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د غزې په اړه ډیپلوماسۍ ته دوام ورکوي.
د ډیپلوماتیکو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، وزیر فیدان د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره تلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټيلیفوني خبرو کې د فلسطین په وروستيو پرمختګونو خبرې وشوې.
فیدان په منځني ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) له کمېشنر فلیپ لازارینی سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټيلیفوني کې د غزې د بشري وضعیت په اړه خبرې وشوې.
د ویلو ده اسرائیلو پر غزې د هوايي عملیاتو سربیره مځکنیو عملیاتو ته هم زور ورته کړی دی. اسرائیلي ځواکونه د غزې ښار او کوڅو ته ننوتي دي او د حماس د ځواکونو سره مخامخ نښتو کې ښکیل شوي دي. اسرائیلي ځواکونو په غزه کې یو ځل بیا د کډوالو په یو کمپ هوايي برید کړی دی. ویل کیږي پدې برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.