تورکیې په غزه کې د تورک - فلسطین د دوستۍ پر روغتون برید په کلکو ټکو وغنده.
تورکیې د اسرائیلو لخوا په غزه کې د سرطاني ناروغیو په یواځیني روغتون برید کولو په کلکو ټکو وغندل
تورکیې په غزه کې د تورک - فلسطین د دوستۍ پر روغتون برید په کلکو ټکو وغنده.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې
"موږ په غزه کې د تورک- فلسطین د دوستۍ پر روغتون د اسرائیلو برید په کلکو ټکو غندو. د تورک – فلسطین د دوستۍ روغتون چې په غزه کې د سرطاني ناروغیو یوازینی روغتون دی، او د روغتون کوردینات او هر ډول معلوماتو د اسرائیلي مقاماتو سره شریک شوي وو، بیا هم د اسرائیلو لخوا پدې روغتون برید هیڅډول مشروع عذر او سبب نلري.
په بیان کې ویل شوي، "د غزې محاصره او دا غیر انساني بریدونه، چې موخه یې په غزه کې د فلسطین خلک د دوی له اساسي حقونو څخه بې برخې کول دي، په ښکاره ډول د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده." اسرائیل باید پرته له کوم توپیر څخه د غزې د اوسیدونکو په نښه کولو ودروي.
تورک - فلسطین د دوستۍ روغتون چې د غزې په تړانګه کې د سرطاني ناروغیو یوازینی روغتون دی ، د فلسطین ترټولو لوی روغتونونو څخه شمیرل کیږي.
د تورکیې لخوا په څه باندې ۳۴ زره ۸۰۰ متره مربع مساحت کې په ۳ پوړونو او د ۱۸۰ بسترونو په ظرفیت جوړ شوي د دې روغتون د جوړولو چارې په ۲۰۱۷ کال کې بشپړې شوې دي .