سږ کال د تورکیې د ګرځندوی عواید د تیر کال په پرتله د پام وړ ډیر شوي
د تورکیې د ګرځندوی عواید د روان کال په دریمه ربع کې د تیر کال همدې مودې په پرتله ۱۳.۱ سلنه زیات شوي ۲۰ میلیارده ۲۲۵ میلیونه ۳۱۷ زره ډالرو ته رسیدلي دي.
2058361
د تورکیې د ګرځندوی عواید د روان کال په دریمه ربع کې د تیر کال همدې مودې په پرتله ۱۳.۱ سلنه زیات شوي ۲۰ میلیارده ۲۲۵ میلیونه ۳۱۷ زره ډالرو ته رسیدلي دي.
د تورکیې د احصایې ادارې د روان کال د جولای - سپتمبر مودې لپاره د ګرځندوی شمیرې اعلان کړې.
په دې توګه، د ګرځندوی عواید په دریمه ربع کې د تیر کال د ورته ربع په پرتله ۱۳ عشاریه یو سلنه زیات شوي. په ياده موده کې د ګرځندوی عوايد ۲۰ میليارده ۲۲۵ میليونه ۳۱۷ زره ډالرو ته لوړ شوي دي.
د ګرځندوی د عوایدو ۱۶ عشاریه ۵ سلنه په بهر کې میشتو تورکي اتباعو څخه ترلاسه شوي.
په دې موده کې د ۷۶.۲ سلنې بهرني سیلانیان د سیاحت، تفریح، سپورت او کلتوري فعالیتونو" لپاره تورکیې ته راغلي دي.
په بهر کې میشت تورکي اتباعو د ۶۱ عشاریه ۲ سلنه بیا د "خپلوانو او ملګرو لیدو" لپاره تورکیې ته راغلي دي.