ولسمشر اردوغان د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې لمانځنې په رسمي توګه پيل کړې
د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې د لمانځونو رسمي مراسم د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د دولتي چارواکیو لخوا د جمهوریت د بڼسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک د مزار په زیارت کولو سره پيل شول.
د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې د لمانځونو رسمي مراسم د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د دولتي چارواکیو لخوا د جمهوریت د بڼسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک د مزار په زیارت کولو سره پيل شول.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د کابینې غړیو، د سیاسي ګوندونو مشرانو، د پارلمان وکیلانو، ملکي او پوځي چارواکیو د اتاترک د مزار زیارت وکړ.
لومړی ولسمشر رجب طیب اردوغان د اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته د درناوي مراسم پر ځای کړل.
همداشان وروسته د تورکیې ملي سرود وغږول شو .
ولسمشر اردوغان او ورسره مل هیئت د ملي سرود نه وروسته د اتاترک د مزار د میثاق ملي د څلي نه لیدنه وکړه او د اتاترک د مزار ځانګړی کتاب يي لاسلیک کړ.
ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل !
ګران اتاترکه، موږ د ملت په توګه ستاسې تر ټولو ستر اثر جمهوریت سلمې کلیزې ته د رسیدو له امله ویاړو. یو ځل بیا ستاسې ذات عالي ، ستاسې ملګرو او زموږ اتلو شهیدانو نه په ډیر درناوي او رحمت سره یادونه کوو. موږ د خپل ۲۱ کلن واکمنۍ په موده کې چې مو هره شیبه مو ورته وطن ته په خدمت کولو کې تیره کړې ده ، ستاسو د امانت د خوندي ساتلو هڅه کړې . موږ د پانګې اچونې په برخه کې د سترو ګامونو په اوچتولو سره د تورکيې جمهوریت دویمه پيړۍ د تورکیې د پيړۍ په توګه نومولې او ددې سره به يي لا لوړې کچې ته ورسو. زموږ جمهوریت د پخوا په پرتله لا زیات خوندي دی او په امین او خوندي لاسونو کې دی.
ستاسې روح دې ښاد وي.
زمونږ د جمهوریت سلمه کلیزه دې مبارک وي.