د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه
د تورکیې د لویې ملي شورا مشر نعمان کورتولموش د اکتوبر د ۲۹ د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
د تورکیې د لویې ملي شورا مشر نعمان کورتولموش د اکتوبر د ۲۹ د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
هغه په خپل پیغام کې وویل، موږ په هغه قوت سره کار ته دوام ورکوو چې زموږ له سل کلن جمهوریت څخه مو ترلاسه کړی دی. کورتولموش وویل:
"موږ په دې هڅه کې یو چې د یوې بشپړې خپلواکې تورکیې د جوړولو او د معاصر معدنیت کچه ته د رسولو په خاطر د تورکیې د پیړۍ په قوي الفاظو او اغیزمن ځواک سره د خپل ګران ملت د باور او هڅو سره دا شوني کړو. "د تورکیې د جمهوریت په توګه، مونږ په هر ډګر کې لوی پرمختګ کړی دی. همداشان د هیواد د لا پرمختګ او ودې لپاره به خپلې مبارزې او مجادلې ته دوام ورکړو."
د ولسمشر مرستیال جودت یلماز هم د هیواد د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړی دی. هغه په خپل پیغام کې ویلي دي چې ،
"موږ د تورکیې پیړۍ ته د هغه الهام سره ننوځو چې موږ د خپلو شهیدانو او پخوانیو اتلو سرتیرو څخه ترلاسه کړی چې زموږ جمهوریت یې موږ ته په امانت کې پریښې دی. د تورکیې په پیړۍ کې به موږ د خپلو نیکونو امانت دا هیواد د مخکښو هیوادونو په کتار کې د شاملولو لپاره به کار کولو ته دوام ورکړو.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی. هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې
"تورکیه چې د سولې، عقلانیت، انصاف او اعتماد سمبول دی، زموږ د ملي بهرنۍ پالیسۍ سره چې زموږ د هیواد له فرصتونو او وړتیاوو څخه خپل ځواک ترلاسه کوي، موږ به د یوې عادلانه نړۍ لپاره زړور او پریکنده ګامونه پورته کولو ته دوام ورکړو."
د هیواد د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر هم په خپل پیغام کې ویلي:
"زموږ کار د تورکیې د پیړۍ د اهدافو سره سم په هوډ او هڅو سره دوام لري."
ګولر ټینګار وکړ چې د ملي دفاع وزارت په توګه، دوی د تیرې پیړۍ ترټولو پراخ او جدي فعالیتونه د هیواد د امنیت د تامین او جمهوریت د ابدي کولو لپاره ترسره کړي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدين التون په خپل پيغام کې ويلي دي چې دوى د تورکیې جمهوریت د سلمې کليزې له امله د وياړ او خوښۍ احساس کوي چې د نړۍ په تاريخ کې د يوې بې سارې مبارزې او بې ساري استقامت له امله رامنځته شوى دى.
د بهرنۍ تګلارې او امنیت په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار سفیر عاکف چاغتای کلیچ د تورکیې د جمهوریت سلمه کلیزه ولمانځله او ویې ویل، موږ به د تورکیې په پیړۍ کې خپل بیرغ لوړ اوچت کړو.
"موږ به د محلي او ملي ټیکنالوژۍ حرکتونو سره خپل جمهوریت د ۲۰۵۳ او ۲۰۷۱ کال اهدافو او لید سره سم کار کولو ته دوام ورکړو."