تورکیې غزې ته درمل ، طبي توکي او یوه ډله متخصص ډاکټران واستول.
د تورکیې ولسمشری اړوند الوتکه چې د ۲۰ تنو متخصصو ډاکټرانو په ګډون له تورکیې څخه غزې ته درمل او طبي توکي لېږدول، د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېده.

د روغتیا وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې، د ولسمشر ځانګړې الوتکه چې غزې ته درمل او طبي توکي لیږدول او له پلازمینې انقرې څخه د ۲۰ متخصص ډاکټرانو سره د سیمې پر لورې روانه شوې وه، پرون م قاهرې ته ورسیده.
د تورکي متخصصو ډاکټرانو ۲۰ کسیزې ډلې چې د روغتیا وزارت ځینو چارواکیو هم ورسره ملګرتیا کوله د مصر د روغتیا وزارت له مرستیال او نورو چارواکو سره وکتل او غزې ته یې د روغتیايي مرستو ارزونه وکړه.
د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا پرون ویلي وو چې ،
"زموږ الوتکې د غزې سره د مرستې لپاره الوتنه وکړه. زموږ د ولسمشرۍ الوتکه چې له درملو او طبي توکو ډکه وه او شل متخصص ډاکټران پکې سپاره وو، له انقرې څخه مصر ته تللې ده."