پر غزې د اسرائیلو په روانو بریدونو کې د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیرې اعلان شوې.
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۰۰ ته ورسېد.
پر غزې د اسرائیلو په روانو بریدونو کې د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیرې اعلان شوې.
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۰۰ ته ورسېد.
د غزې د روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر یوسف ابوریش ویلي، د شهیدانو شمېر ۱۲۰۰ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر کابو پنځه زره تنه دی.
ابوریش یادونه وکړه چې د وژل شویو او ټپیانو اکثریت ماشومان، ښځې او زاړه دي.
د سرائيلو د روغتيا وزير موشي اربيل په يوه بې ساري بيان کې ويلي، هغه ټپي شوي فلسطينيان چې پر اسرائيلو د بريد پر مهال نيول شوي، درملنه نه کېږي.
د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې د راپور له مخې، د روغتیا وزیر اربیل پرون لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته په خپل لیک کې اعلان وکړ چې د حماس په بریدونو کې د ټپي شویو غړو درملنه دې په دولتي روغتونونو کې بنده شي.
اربیل وویل، "روغتیايي سیسټم باید په دې سختو وختونو کې د اسرائیلي سرتیرو درملنې ته تمرکز وکړي او د هغه څه لپاره چمتووالی ونیسي چې راتلونکی وي،" او اعلان یې وکړ چې د هغه تر لارښوونې لاندې د عامې روغتیا سیسټم به د حماس د غړو درملنه ونه کړي.
د اسرائیلو د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر په اوومه د اسرائیلو او فلسطین د جګړې له پیل راهیسې ۳۲۶۸ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د اسرایئلو رسمي نشراتي ارګان کان د راپور له مخې، د وژل شویو اسراییلیانو شمېر ۱۲۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲ زره ۹۰۰ ښودل شوی دی.
د اسرائیلو د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د وژل شویو پوځیانو شمېر ۲۲۰ تنو ته ورسېد.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ۳۱ نورو وژل شویو سرتېرو هویت د افشا کېدو او د هغوی کورنیو ته د خبر ورکولو اجازه ورکړل شوې ده.
د ویلو ده چې حماس پوځي څانګې، د قسام لوا د تیرې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د "اقصی سیلاب" په نوم یې پر اسرائیلو پراخه عملیات پيل کړي دي. له دې وروسته اسرائیلو هم پر غزې هوايي او مځکنې عملیات پيل کړل.