تورکیې په مسجد الاقصی تیری او چاپه وغندله
تورکیې ویلي، هغه بریدونه چې په بیت المقدس کې د سپېڅلو ځایونو په ځانګړې توګه د حرم شریف د تاریخي حیثیت او حرمت تر پښو لاندې کوي، په بشپړه توګه غندي.
تورکیې ویلي، هغه بریدونه چې په بیت المقدس کې د سپېڅلو ځایونو په ځانګړې توګه د حرم شریف د تاریخي حیثیت او حرمت تر پښو لاندې کوي، په بشپړه توګه غندي.
د بهرنیو چارو وزارت په مسجد الاقصی باندې د چاپې په اړه بیان خپور کړ.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې موږ د مسجد الاقصی د حرمت د سرغړونې په وړاندې د وروستیو زیاتیدونکو اقداماتو په اړه ژوره اندیښنه لرو.
هغه بریدونه چې په بیت المقدس کې د سپېڅلو ځایونو او په ځانګړې توګه د حرم شریف د تاریخي حیثیت او حرمت څخه سرغړونه کوي، په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي.
په بیان کې راغلي: "موږ د اسرائیلو پر حکومت یو ځل بیا غږ کوو چې له هر ډول پارونکي اقدام څخه ډډه وکړي چې په سیمه کې تاوتریخوالي لامل کیږي او زموږ قوي تمه دا ده چې په دې برخه کې اړین ګامونه په جدي او چټکۍ سره واخیستل شي."
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.