کورنیو چارو وزیر: په استانبول کې د ناقانونه کډوالو د تثبیت ګرځنده مرکزونه جوړ شوي

د تورکیې  د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل  چې دوی په استانبول کې د غیرقانوني مهاجرینو تثبیت  په اړه په استانبول کې ګرځنده نقطې جوړې کړي‌ دي.

2027778
کورنیو چارو وزیر: په استانبول کې د ناقانونه کډوالو د تثبیت ګرځنده مرکزونه جوړ شوي

د تورکیې  د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل  چې دوی په استانبول کې د غیرقانوني مهاجرینو تثبیت  په اړه په استانبول کې ګرځنده نقطې جوړې کړي‌ دي.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل چې اوسمهال په تورکیه کې ۴ میلیونه ۸۴۳ زره ۵۹۴ تنه نورمال  کډوال شتون لري چې  ددوې له جمع څخه « یو میلیون ۲۴۳ زره ۴۲۳ تنه یې هغه  بهرنیان دي چې د اوسیدو قانوني اجازې په ترلاسه کولو سره زموږ په هیواد کې په قانوني توګه ژوند کوي او د دې سربیره ۲۹۲ زره ۲۸۹ تنه بهرنیان د نړیوال محافظت لاندې ژوند کوي.  همداشان ددې ترڅنګ  زموږ په هیواد کې ۳ میلیون ۳۰۷ زره ۸۸۲ تنه سوري کډوال  د لنډمهاله محافظت لاندې  ژوند کوي .

ددې سربیره په لسګونو زره تنه غیرې قانوني‌ کډوال چې د قاچاقي‌ لارو څخه تورکیې ته راغلي‌ دي‌ او یا په ویزه راغلي‌ دي‌ خو د ویزې وخت يي‌ ختم شوی دی او اوس په ناقانونه توګه ژوند کوي.

وزیر یرلیکایا وویل: "موږ استانبول یوه ازمایښتي سیمه جوړه کړه، موږ د مهاجرت ګرځنده نقطې جوړې کړې. موږ وموندله چې ۲۱ زره هغه بهرنیان چې د یوې میاشتې په موده کې د مهاجرت په نقطو کې پوښتل شوي‌ دي‌  د پاتې کیدو قانوني حق نلري. دوی ناقانونه کډوال دي. موږ د خپلو واحدونو سره  دا کسان د ډیپورت مرکز ته انتقال کړي  او هر څه يي ډیپورت شوي‌ او د پاتو د ډیپورت چارې دوام لري.

هغه وویل چې په ټول هیواد کې به د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته د خپل ټول شدت سره دوام ورکړو. اوسمهال استانبول کې ازمایښتې پروژه پرمخ وړ کیږي‌ او دا به په کلاره کلاره نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.



اړوند خبرونه