د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه وکړه.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تیره ورځ په پلازمینه انقره کې د طالبانو رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د هيئت سره لیدنه وکړه.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تیره ورځ په پلازمینه انقره کې د طالبانو رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د هيئت سره لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هاکان فیدان پرون په پلازمینه انقره کې د طالبانو د موقت حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره مل هیئت سره لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان لومړی د ملا برادر سره دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته د دواړو هیوادونو د هیئتانو ترمنځ په لیدنه کې ګډون وکړ.
پدې په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، د ناقانونه کډوالو او کډوالۍ ، نشه يي توکو او قاچاق او ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په ګډون په یو زیات شمیر مسئلو خبرې وشوې.
د افغانستان د رئیس الوزرا مرستیال پدې لیدنه کې په ځانګړې توګه افغان تجارانو او ناروغانو ته د ویزې په برخه کې اسانتیاو غوښتنه وکړه.
همداشان د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په برخه کې وویل چې ، افغانستان کې ترهګر په لویه پیمانه له منځه وړل شوي دي ، که یو څه پاتې هم وي پر خلاف يي قوي مبارزه دوام لري. ملا برادر د ترهګرۍ پر خلاف د لا ښې مبارزې په خاطر د تورکیې له لورې نه د استخباراتو د شریکولو غوښتنه وکړه.
همداشان هغه تورکي سوداګرو او پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګه اچونې بلنه ورکړه.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر خلاف مبارزه وستایله او د هر ډول همکارۍ ژمنه يي وکړه.
د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان وویل چې تورکیې تل په افغانستان کې د سولې او ثبات نه ملاتړ کړی دی او ملاتړ ته به دوام ورکړي.
همداشان د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تیره ورځ د کوسووا د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټيلیفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو پرمختګونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وشوې.