د اسلامي همکاریو سازمان پر قرانکریم د وروستیو بریدونو په اړه فوق العاده غونډه کوي
د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په دې وروستیو کې په لوېدیځ کې پر قران کریم باندې د بریدونو د زیاتېدو له امله فوق العاده غونډه کوي.
د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په دې وروستیو کې په لوېدیځ کې پر قران کریم باندې د بریدونو د زیاتېدو له امله فوق العاده غونډه کوي.
دا غونډه چې په انلاین ډول به جوړه شي د تورکیې په استازیتوب به د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سویډن او ډنمارک کې پر قرآن کریم د پرله پسې بریدونو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان نن فوق العاده غونډه کوي.پدې غونډه کې به پدې وروستیو کې په لویديځ کې د قرانکریم پر خلاف مخ په زیاتیدونکو بریدونو خبرې وشي.
همداشان پدې غونډه کې به د نوموړو بریدونو پر خلاف د اسلامي همکاریو سازمان لخوا په اوچتیدونکو غوڅو او کوټلو ګامونو خبرې وشي.
په غونډه كې به په قرآن كريم د وحشیانه بريدونو پر ضد د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ګډ دريځ په خپلولو هم خبرې وشي۔
له بلې خوا د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له غونډې مخکې د سویډن د بهرنیو چارو له وزیر توبیاس بیلسټروم سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټيلیفوني خبرو کې په سویډن کې پر قرآن کریم د بریدونو په اړه خبرې وشوې.
وزیر فیدان ټینګار وکړ چې د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې د دغو کړنو دوام د منلو وړ نه دی.
فيدان يادونه وکړه، چې د ستاکهولم له ادارې څخه د هغو بريدونو د مخنيوي لپاره د کوټلو ګامونو تمه کېږي، چې په اسلامي نړۍ کې يې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د دواړو وزيرانو د خبرو پر مهال په ناټو کې د سويډن د غړيتوب پر بهير هم خبرې وکړې.