د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی د تورکیې د پیړۍ د جوړولو په هدف خپلې لارې ته دوام ورکوي.

2015724
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی د تورکیې د پیړۍ د جوړولو په هدف خپلې لارې ته دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان  پرون  په پلازمینه انقره کې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د کابینې د غونډې نه وروسته  ولس ته  وینا وکړه.

اردوغان وویل  چې په تیرو ۲۱ کلونو کې زمونږ لاسته راوړنې  په ځانګړې توګه د پوهنې، روغتیا، امنیت، ترانسپورت، انرژۍ او کور جوړونې د برخو په ګډون په ټولو برخو کې پياوړې زیربناوې به  تورکیې د ودې تر ټولو مهم محرک ځواک دی.

اردوغان په دې باندې په تاکید سره چې له تجارت څخه تر صنعت پورې، له کرنې څخه تر سیاحت پورې هر ډګر چې د کارموندنې او تولید څرخ دی په حرکت کې دي.

"زموږ صادرات او ګرځندوی نږدې هره میاشت د ریکارډ ماتولو سره خپل لاره ته دوام ورکوي. زموږ هیواد په زیاتیدونکي توګه د نړیوالو پانګوالو پام ځان ته راجلبوي. په هره غونډه کې چې موږ ترسره کوو، زموږ په هیواد کې د میلیاردونو، میلیاردونو ډالرو پانګونې ژمنه کیږي.

اردوغان وویل چې تورکیې په تیرو ۲۰ کلونو کې په اوسط ډول ۵.۵ سلنه  اقتصادي وده کړې، ملي عاید یې له ۲۳۸ میلیارد ډالرو څخه ۱ ټریلیون ډالرو ته لوړ شوي او د پیرودنې د برابرۍ له مخې یې د ملي عاید په درجه بندۍ کې په نړۍ کې ۱۱م ځای نیولی دی.

هغه وویل چې د کارموندنې کچه یې له ۱۹ میلیون څخه ۳۲ میلیون ډالرو ته لوړه شوې، صادرات یې له ۳۵ میلیارد ډالرو څخه ۲۵۴ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي، د سیلانیانو شمیر له ۱۵  میلیون څخه ۵۲ میلیون او د سیاحت عاید له ۱۲ میلیارد څخه ۴۶ نیم میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

"موږ په هر ډګر کې بې ساري بریالیتوبونه ترلاسه کړي او هیواد مو ننۍ کچې ته رارسولی دی.  نن ورځ چې په تورکیه کې د نفوس کچه مخ په لوړیدو ده او ددې سره سم استخدام کچه هم لوړیږي دا ټول زمونږ د همدې مهمو لاسته راوړنو او پالیسیو برکت دی.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره چې د هیواد او ملت د منافعو نه به هیڅ ډول امتیاز ورکولو  ته اجازه ورنکړي. هغه  یادونه وکړه چې د ثبات، اعتماد او پایښت په محور کې به خپلې لارې ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه