تورکي زده کوونکو د ریاضیانو او بیولوژۍ په نړۍوالو سیالیو کې د سروزرو او سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړ
تورکي زده کوونکو په جاپان او متحده عربي اماراتو کې د ریاضي او بیولوژي په نړیوالو اولمپیک سیالیو کې د ۱ د سرو زرو، ۸ د سپینو زرو او ۱ هم د برونزو مډال ترلاسه کړ.
تورکي زده کوونکو په جاپان او متحده عربي اماراتو کې د ریاضي او بیولوژي په نړیوالو اولمپیک سیالیو کې د ۱ د سرو زرو، ۸ د سپینو زرو او ۱ هم د برونزو مډال ترلاسه کړ.
د تورکېې د صنایعو او ټکنالوژۍ وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جاپان په چیبا ښار کې جوړو شوو د ریاضياتو په ۶۴م نړیوال اولمپیک سیالیو کې چې ۱۱۲ هېوادونو څخه ۶۲۳ تنو محصلینو ګډون کړی وو، د تورکیې استازو محمد جان باش تیمیر د سرو زرو، بارش کویونجو، شوکت اونور یلماز، ملک ګونګور، سردار بوزداغ او هاکان ګونګور د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړ.
د بیولوژي په ۳۴م نړیوال اولمپیک کې چې د متحده عربي اماراتو په العین ښار کې جوړ شوي وو او له ۸۰ هیوادونو څخه ۳۲۰ زده کوونکو په کې برخه اخیستې وه، د تورکیې استازو د خلیل ایرن اویار، اردم یامالی اوغلو، تولګا تابانلي د سپینو زرو او کریم آیدن د برونزو مډال وګاټه.
د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر، محمد فاتح کاجر، وویل چې تورکي زده کونکو د ریاضیاتو په نړیوال اولمپیک کې تاریخي بریالیتوب ترلاسه کړ او تورکیه یې د ۱۱۲ هیوادونو په منځ کې اتم مقام ته ورسوله.
" موږ د اولمپیک په تاریخ کې د ریاضیاتو په برخه کې زموږ دویمه غوره لاسته راوړنه ترلاسه کړه."
وزیر کاکر ټولو زده کوونکو، د هغوی کورنیو، ښوونکو او ټولو هغو کسانو ته چې د المپیک په سیالیو کې یې د ګډون له لارې هېواد ته ویاړ وربښلی دی، مبارکي وویله او د لا بریالیتوبونو هیله یې وکړه.