د عراق په شمال کې د تورکیې دوه تنه سرتیري په شهادت ورسیدل
دعراق په شمال کې د پنجې – تندر په عملياتو کې د تورکیې دوه تنه پوځيان شهيدان شول .
دعراق په شمال کې د پنجې – تندر په عملياتو کې د تورکیې دوه تنه پوځيان شهيدان شول .
د تورکیې د ملي دفاع وزارت خبر ورکړ چې د عراق په شمال کې د پنجې – تندر د عملیاتو په سیمه کې د بېلتون غوښتونکو ترهګرې ډلې PKK د غړو د برید په پایله کې دوه تنه پوځیان په شهادت ورسیدل.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د عملیاتو په سیمه کې د پي کاکا ترهګري سازمان د غړیو په برید کې سخت ټپي شوي دوه تنه پوځیان حسن تاش او فرقان ګونر ګوک د ډاکټرانو د ټولو هلو ځلو سره سره په روغتون کې ساه ورکړه او په شهادت ورسیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي: " پدې پيښه کې چې مونږ يي په زړه ټپي کړي او ژور خواشیني کړي یو په شهادت رسیدولو خپلو شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او دردیدلو کورنیو او خپلوانو ته د جمیل صبر او د تورکیې وسله وال پوځ او شریف تورک ملت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو. "
د ویلو ده چې د تورکیې وسله والو ځواکونو په هغه سیمو چې برید ترینه شوی وو ډیر سخت ځوابي بریدونه کړي دي .
همداشان د نوموړو ځوابي بریدونو په نتیجه کې ترهګرو ته ډیر سخت ګوزار ورکړ شوی او شهید شوو سرتیرو غچ اخیستل شوی دی.