د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې او روسیې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې پر وروستیو پرمختګونو او وضعیت خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې په موجود وضعیت کې د عقل سلیم نه د کار اخیستو پر اهمیت ټینګار وکړ.
ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په روسیه کې د رامنځته شوې پېښه کې هیڅوک باید د مداخلې کولو هڅه ونکړي .
ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د تورکیې په توګه هر څه ژر او په ډیره سوله ییزه توګه ددې ستونزې د حل په خاطر هر ډول مرستې او مسئولیت په غاړه اخیستو ته چمتو یو.
د ویلو ده چې د روسیې د واګنر په نامه اجیر امنیتي شرکت مشر پریګوژین د حکومت پر خلاف د بغاوت غږ اوچت کړ. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سمدلاسه د پریګوژین پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود او هغه يي وطن ته په خیانت کولو تورن کړ. پوتین وویل چې بغاوتګرانو ته به ډیره سخته سزا ورکړي.