په تورکیه کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزه په چټکۍ سره دوام لري
د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ ادارې ویلي چې ، د جون له ۹مې او ۱۵مې نیټو ترمنځه په ټول هېواد کې ۳ زره ۱۲۵ ناقانونه کډوال نیول شوي او ۲ زره ۲۵۳ تنه ناقانونه کډوال ډیپورټ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ ادارې ویلي چې ، د جون له ۹مې او ۱۵مې نیټو ترمنځه په ټول هېواد کې ۳ زره ۱۲۵ ناقانونه کډوال نیول شوي او ۲ زره ۲۵۳ تنه ناقانونه کډوال ډیپورټ شوي دي.
د تورکېې د کډوالۍ د چارو ادارې د ټولنیزې رسنۍ له لارې په خپور کړي بیان کې د ، په تیره یوه اونۍ کې په ټول هیواد کې ۳۱۲۵ تنو غیرقانوني کډوالو د نیولو نه خبر ورکړی دی. په بیان کې راغلي دي چې د نیول شوو کډوالو نه ۸۶۴ تنه يي د افغانستان، ۸۰ تنه د پاکستان او ۲۱۸۱ تنه نور بیا د نورو هیوادونو وګړي دي.
همداشان په تیره اونۍ کې ۲۲۵۳ تنه ناقانونه کډوال چې ۵۸۱ یې د افغانستان، ۵۵ یې د پاکستان او ۱۶۱۷ یې د نورو هېوادونو اتباع دي، چې په غیر قانوني توګه تورکیې ته داخل شوي او نیول شوي وو، د تورکیې څخه ایستل شوي دي.
پدې بیان کې راغلي دي چې په هیواد کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د روانې مبارزې په چوکاټ کې ، د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د جون تر ۱۵ مې نیټې پورې ۴۴۸۰۲ تنه ناقانونه کډوال خپلو هیوادونو ته ډیپورت شوي دي چې ۱۴۱۷۰ تنه يي د افغانستان، ۱۹۲۵ تنه يي د پاکستان او ۲۸۷۰۷ تنه يي د نورو هیوادونو وګړي دي.
په سرحدونو کې د امنیتي تدابیرو په نتیجه کې، په تیره یوه اونۍ کې هیواد ته د ۵۷۱۰ تنو غیرې قانوني کډوالو د راننوتو مخنیوی شوی دی. د ۲۰۲۳ میلادي کال د پیل نه د جون تر ۱۵ مې نیټې بیا هیواد ته د ۱۱۲ زره ۴۱۸ تنو ناقانونه کډوالو د راداخلیدو مخه نیول شوې ده .
ددې سربیره ۱۶۲۶۹ تنه ناقانونه کډوال د کډوالو د بیرته ستنولو په مرکزونو کې تر نظارت لاندې دي چې د ډیپورت لپاره چمتو کیږي. ددې کسانو نه ۴۲۴۴ تنه يي د افغانستان، ۱۳۰۶ تنه يي د پاکستان او پاتې ۱۰۷۱۹ تنه يي د نورو هیوادونو وګړي دي.