نعمان کورتولموش د تورکیې د ملي شورا د نوي رئیس په توګه وټاکل شو
د تورکیې د ملي شورا د مشرتابه د ټاکلو په خاطر ټاکنې وشوې.
د تورکیې د ملي شورا د مشرتابه د ټاکلو په خاطر ټاکنې وشوې.
د تورکیې په ملي شورا کې د ۶ سیاسي ګوندونو ترمنځه د ریاست لپاره سیالي وشوه.
د ملي شورا د رئیس د ټاکلو په خاطر د ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ کاندید هم ټاکلی نصاب پوره نه کړ او ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.
د تورکیې د ملي شورا د اصولو له مخې په لومړي او دویم پړاو کې نصاب دوه دریمه برخه رایې چې ۴۰۰ رایې کیږي دی.
همداشان په دریم پړاو کې بیا د اکثریت رایو ترلاسه کول چې ۵۰ جمع یو چې ۳۰۱ رایې کیږي دی.
که چیرې د کاندیدانو څخه هیڅ یو هم د دریم پړاو نصاب پوره نکړي په څلورم پړاو کې چې هر چا ډیرې رایې وګټلې هغه د رئیس په توګه ټاکل کیږي.
په ټاکنو په لومړي پړاو کې د عدالت او پراختیا او ملیت پالو غورځنګ ګوندونو ګډ نوماند نعمان کورتولموش ۳۱۷ رایې، د جمهوریت خلق ګوند نوماند تیکین بینګول ۱۳۱ رایې، ، د زرغون کین ګوند نوماندې تولای خاتم اوغلولری اوروچ ۵۱ رایې، د ښه ګوند نوماند مصطفی جهان ۴۲ رایې، د سعادت او راتلوونکي ګوندونو ګډ نوماند سراپ یازي جي اوزبودان ۲۰ رایې، د ډیموکراسۍ او نوښت ګوند نوماند مصطفی یانراوغلو ۱۶ رایې او د تورکیې د کارګر ګوند نوماند شرف الدین جان اتالای ۳ رایې ترلاسه کړې.
همداشان د ټاکنو په دویم پړاو کې هم هیڅ یو کاندید د پارلمان دوه دریمه برخه رایې چې ۴۰۰ رایې کیږي ترلاسه نکړې او دریم پړاو ته وغځیدې.
د پارلمان د اصولو له مخې په دریم پړاو ټاکنو کې بیا نصاب ۵۰ جمع یو دی.
همداشان په دریم پړاو ټاکنو کې بیا د عدالت او پراختیا او ملیت پالو غورځنګ ګوند نوماند نعمان کورتولموش د ۳۲۱ رایو په ترلاسه کولو سره د ملي شورا د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.
د تورکیې د ملي شورا نوي ټاکل شوي رئیس نعمان کورتولموش د ټاکنو نه وروسته ملي شورا عمومي غونډې ته لنډه وینا وکړه.
هغه وویل چې" د ملي شورا د مشرتابه د ټاکلو په موخه په ننیو ټاکنو کې پر ما باندې د پوره اعتماد او باور له امله ستاسې د ټولو نه مننه کوم. د ملي شورا د موقت مشر ښاغلي دولت باغچلي نه د ملي شورا په استازیتوب مننه کوم. دادی د ملي شورا ۲۸ تقنیني دوره پیلوو. تر ټولو مهمه مونږ په ۲۰۲۳ کال چې د زمونږ د ملت لپاره د تاریخ نه ډیر هدفونو ته رسیدو یوه نیټه ده قرار لرو. دا نیټه زمونږ د جمهوریت د سلمې کلیزې سره سمون خوري. تورکېې په تیرو ۱۰۰ کلونو کې ډیرې زیاتې لاسته راونې درلودلي دي. غواړم د تورکیې د ملي شورا د دوو مهم ځانګړتیاو نه یادونه وکړم.
د تورکیې ملي شورا یو داسې شورا ده چې دولت يي جوړ کړی دی. زمونږ ملت چې د جګړو په ټولو جبهو کې د ماتې سره مخامخ شوی وو د خپلو قوي عقیدو او ارزښتونو ته د درناوي په نتیجه کې یو ځل بیا په خپو ودرید او د خپلواکۍ جګړه يي وګټله. د خپلواکۍ جګړه د تورکېې د خپلواکۍ د موسس غازي مصطفی کمال په مشرۍ د همدې ملي شورا لخوا اداره کیده او وګتل شوه. پدې وسیله غواړم د تورکیې د جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک نه هم په ډیرې درناوۍ سره یادونه وکړم."
د ویلو ده چې د ملي شورا موقتي مشر دولت باغچلي نوي ټاکل شوي رئیس نعمان کورلتولموش ته د مشرۍ دنده رسمآ وسپارله.
نوي ټاکل شوي مشر کورتولموش خپل دنده رسمآ پيل کړه.