تورکیې په سربستان او کوسوو د تاوتریخوالي‌ نه د ډډه کولو غږ کړی دی

تورکیې د کوسوو په شمال کې د پېښو پر ټولو خواوو غږ کړی چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او داسې اقدامات ونه کړي چې کړکېچ زیات کړي.

1992850
تورکیې په سربستان او کوسوو د تاوتریخوالي‌ نه د ډډه کولو غږ کړی دی

 تورکیې د کوسوو په شمال کې د پېښو پر ټولو خواوو غږ کړی چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او داسې اقدامات ونه کړي چې کړکېچ زیات کړي.

د تورکیې د  بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د کوسوو په شمال کې پیښې د اندیښنې وړ دي او دغه پیښو د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسولی دی.

په اعلامیه کې پر ټولو خواوو غږ شوی چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او له داسې اقداماتو لاس واخلي چې کړکېچ د ژوریدو لامل ګرځي.

په بیان کې راغلي: "موږ د پیښو د زیاتوالي په مخنیوي کې د کوسوو د سوله ساتو ځواکونو   د رغنده رول ستاینه کوو. په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړی دی چې پدې پیښو کې ځیني‌ سوله ساتې ځواکونه ټپي‌ شوي‌ هم دي."

په اعلامیه کې ټینګار شوی دی ، چې په سیمه کې د تاوتریخوالی د کمولو او د تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کولو یوازینۍ لار د خبرو اترو د بهیر پرمختګ دی.

په شمالي کوسوو کې سربانو هڅه کړې وه چې د البانیا نوي ښاروالانو د دندې پر وړاندې خندونه رامنځته کړي.

په زویکان، زوبین پوټوک او لیپوسویک کې د سربیانو مظاهرې چې ښاروال په رسمیت نه پیژني په شخړو بدلې شوې.

د کوسوو پولیسو پر هغو مظاهره چیانو چې غوښتل یې د ښاروالۍ ودانۍ  ته ننوځي اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړ او لسګونه کسان یې ټپیان کړل.

مظاهره کوونکو د ناټو اړوند سوله ساتو  عسکرو او پولیسو باندې برید وکړ او شاوخوا ۲۵ د ناټو سوله ساتي سرتیري ټپیان شول.

سربستان  کوسوو د خپلې خاورې په توګه ګڼي، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې خپلواکي اعلان کړه.

سربستان او کوسوو چې وخت په وخت سره نښتې کوي، هڅه کوي چې د اړیکو د عادي کولو او بالاخره د دواړو هیوادونو لپاره د یو بل د پیژندلو لپاره یوه ګډه لاره ومومي، دواړو هیوادونو د اروپايي ټولنې په منځګړتوب په ۲۰۱۱ کال کې بلګراد-پرشتینا د خبرو اترو پروسه پيل کړه .



اړوند خبرونه