په تورکیه کې د ولسمشریزو دویم پړاو ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر پیل شو.

په تورکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر پيل شو

1991695
په تورکیه کې د ولسمشریزو دویم پړاو ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر پیل شو.

په تورکیه کې د ولسمشریزو دویم پړاو ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر پیل شو.

د تورکیې د ټاکنو د قانون له مخې په ټول هیواد کې د رای اچونې بهیر د سهار په ۸ بجو پيل او د مازیګر تر ۵ بجو به دوام وکړي.

د ویلو ده چې د مې په ۱۴ مه نیټه په ترسره شوو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندانو نه هیڅ یو هم د مطلق اکثریت یا ۵۰ جمع یو رای د نه ترلاسه کولو له امله ټاکنې دویم پړاو ته غځیدلې وې.

دویم پړاو ټاکنې د لومړي‌ پړاو د دوو مخکښو نوماندانو رجب طیب اردوغان او کمال قلچدار اوغلو ترمنځه ترسره کیږي. د ویلو ده چې د ټاکنو په لومړي‌ پړاو کې رجب طیب اردوغان ۴۹ عشاریه ۵۵ سلنه ،  کمال قلچدار اوغلو ۴۴ عشاریه ۸۸ سلنه او سینان اوګان بیا ۵ عشاریه ۱۷ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.

د رای اچونې بهیر د مازیګر په ۵ بجو د پایته رسیدو نه سمدلاسه وروسته به د رای شمیرنې بهیر پيل شي.



اړوند خبرونه