د روان کال له پیل راهیسې له تورکیې څخه ۳۹۵۷۶ غیرقانوني کډوال ایستل شوي دي.

د تورکیې د کډوالۍ د چارو ریاست : په تیرو ۱۲ میاشتو کې بیا جمعآ ۱۳۴زره ۶۰۲ تنه ناقانونه کډوال له تورکیې ایستل شوي‌ او خپلو هیوادونو ته استول شوي‌ دي.

1991475
د روان کال له پیل راهیسې له تورکیې څخه ۳۹۵۷۶ غیرقانوني کډوال ایستل شوي دي.

د روان کال له پیل راهیسې له تورکیې څخه ۳۹۵۷۶ غیرقانوني کډوال ایستل شوي دي.

د تورکیې د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ  د چارو د ادارې د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي چې  د روان کال له پیل راهیسې افغانستان ته ۲۷ چارتر او یو زیات شمیر تعرفه يي  الوتنې شوي دي.

په دغو الوتنو کې له تورکیې  څخه ۱۲۸۳۹ تنه غیرقانوني افغان کډوال  ایستل شوي‌ او خپل هیواد افغانستان ته استول شوي‌ دي.

همداشان د روان د کال له پیل راهیسې د ۱۲۸۳۹ ناقانونه افغان کډوالو په ګډون جمعآ ۳۹۵۷۶ تنه ناقانونه کډوال خپلو هیوادونو ته ډیپورت شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې بیا جمعآ ۱۳۴زره ۶۰۲ تنه ناقانونه کډوال له تورکیې ایستل شوي‌ او خپلو هیوادونو ته استول شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي چې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې ۴۲۷۳۸ تنه ناقانونه کډوال چې د قاچاقي‌ لارو څخه تورکیې ته راداخل شوي‌ وو د امنیتي‌ ځواکونو لخوا نیول شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د اغیزمنې مبارزې په چوکاټ کې د ډیپورت کچه ۹۳ سلنې ته رسیدلې ده.

د ډیپورت پروسه به په همدې شان دوام وکړي.



اړوند خبرونه