تورکیې د ژغورونکی ۲۰۲۳ تطبیقاتو مطبوعاتي مرحله پیل کړه
د تورکیې د سمندري ، پلو، هوايي او ساحل ګارډ ځواکونو په ګډون د ( ژغورونکی ۲۰۲۳ ) تطبیقاتو مطبوعاتي مرحله د بهرنیو هیوادونو د څارونکو په ګډون پیل شول.
د تورکیې د سمندري ، پلو، هوايي او ساحل ګارډ ځواکونو په ګډون د
( ژغورونکی ۲۰۲۳ ) تطبیقاتو مطبوعاتي مرحله د بهرنیو هیوادونو د څارونکو په ګډون پیل شول.
پدې تطبیقاتو کې د تورکیې سربیره د اذربایجان، استرالیا، بحرین، بلغاریا، سویلي کوریا، پولنډ، متحده عربي اماراتو، الجزایر، اندونیزیا، سویلي افریقا، قطر، مالیزیا، رومانیا، سنګاپور، سعودي عربستان او عمان څخه ۴۱ څارونکي ګډون لري.
د تورکیې د ټي سي جي علمدار د اوبتل یا تحت البحري نه نیولې د پرسونل د لټون د کښتۍ پورې د مارماریس اکساز بندر څخه د مدیترانې پر لورې حرکت وکړ.
د تورکیې ژغورنې او د اوبو لاندې د اوبتلونو قومندان ډګروال جمیل شن د نوموړو تطبیقاتو په اړه وویل ، سږ کال د ژغورونکي ۲۰۲۳ تطبیقات د شپږم ځل لپاره جوړیږي. ددې تطبیقاتو سره به په سمندر کې د اوبو لاندې د یو اوبتل د خپل قابلیت د لاسه ورکولو پر مهال د اوبتل د لټون ، پرسونل ته د ژوندي پاتې کیدو په خاطر د مرستې رسول او د پرسونل د ژغورنې د وړتیا د لوړولو په موخه ترسره کیږي.
د نوموړو تطبیقاتو د نندارې په مراسمو کې د تورکیې د سمندري ځواکونو قوماندان، امیرالبحر آرجمند تاتله اوغلو سربیره، د ۳۱ هیوادونو پوځي اتشو هم ګډون کړی وو.