تورکیې د داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ګوزار هم ورکړ
د تورکیې د ملي استخباراتو منسوبینو په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې ۴ تنو مهم غړي ونیول
1985227
د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) لخوا په سوریه کې په ترسره شوو عملیاتو کې، په تورکیه کې د داعش د پخواني تش په نامه والي شهاپ واریش په ګډون څلور ترهګر نیول شوي چې په سور کټګورۍ کې لټول کیدل.
د امنیتي سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د تورکیې ملي استخباراتو په سوریه کې د عملیاتو په ترڅ کې د ۴ تنو ترهګر پټنځایونه تثبیت کړل.
د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې نیول شوي ترهګر امنیتي ارګانونو ته وسپارل شول.
په نیول شویو ترهګرو کې یو يي د تورکیې لپاره د داعش ترهګري سازمان تش په نوم والي شهاپ واریش دی چې په سور کټګورۍ کې لټول کیده.
وریش په ډیرو تروریستي بریدونو کې چې په تورکیه کې د داعش له خوا پلان شوي وو او د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه نیول شوې وه، تړاو لري.