چاووش اوغلو : د تورکیې،سوریې،روسیې او ایران ترمنځه څلور اړخیزه کمیټه به هر څه ژر جوړه شي

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي دي چې د تورکیې او سوریې د اړیکو د ښه کیدو په اړه د څلور اړخیزې کمیټې غونډه به ډیر ژر جوړه شي.

1985127
چاووش اوغلو : د تورکیې،سوریې،روسیې او ایران ترمنځه څلور اړخیزه کمیټه به هر څه ژر جوړه شي

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي دي چې د تورکیې او سوریې د اړیکو د ښه کیدو په اړه د څلور اړخیزې کمیټې غونډه به ډیر ژر جوړه شي.

وزیر چاووش اوغلو دا څرګندونې په انتالیا کې د تورکیې، ایران، روسیې او سوریې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته چې پرون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شوې، وکړې.

چاووش اوغلو، د غونډې په اړه وویل چې ، "په ننۍ غونډه کې مو هم پرېکړه وکړه، چې د بهرنیو چارو وزارت د معینانو او اړوندو بنسټونو لکه د دفاع وزارت او استخباراتو ریاستا  په ګډون یوه کمېټه جوړه کړو، تر څو د یوه واحد عنصر په توګه یوه طرحه جوړه کړو او دغه بهیر په تدریجي ډول پرمخ یوسو. تمه کیږي چې دا کمیټه به ژر تر ژره جوړه او غونډه وکړي."

چاووش اوغلو د دې په بیانولو سره چې د څلورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه رغنده او ګټوره وه، وویل چې د پروسې د اړخونو په توګه، دوی یو ځل بیا د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

چاووش اوغلو دې ته په اشارې سره چې د ترهګریزو سازمانونو  PKK،YPG او داعش په وړاندې مبارزه کې بشپړه اجماع شتون لري، وویل چې دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ پریکړه لیک سره سم د سیاسي پروسې په پرمختګ ټینګار وکړ.

چاووش اوغلو په بشردوستانه مسایلو کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی نه یوازې د دغو څلورو هېوادونو، بلکې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سره هم د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

چاووش اوغلو د دې په بیانولو سره چې د پناه غوښتونکو د خوندي او باعزته ستنولو لپاره په ګډه د لازمو زیربناوو د چمتو کولو په اړه هم خبرې وکړې. چاووش اوغلو دې حقیقت ته متوجه شو چې تورکیه پرته له کوم قید او شرطه د دغه بهیر د دوام پلوي ده.

چاووش اوغلو د اذربایجان، ارمنستان او تورکیې ترمنځ د وروستیو پرمختګونو په اړه هم خبرې وکړې، چاوش اوغلو وویل چې د استانبول د غلې دانې تړون د غونډې یوه موضوع وه.

چاووش اوغلو ټینګار وکړ چې هغه هیله لري چې له دې غونډې څخه مثبتې پایلې ترلاسه کړي.

"زموږ ولسمشر (رجب طیب اردوغان) لنډه موده مخکې له (روسیې)  ولسمشر ښاغلي ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې. زه فکر کوم چې دا تړون د ۲ میاشتو لپاره تمدید شي.



اړوند خبرونه