د تورکیې، روسیې، ایران او اسد رژیم د بهرنیو چارو وزیرانو څلوراړخیزه غونډه په مسکو کې پيل شوه
په مسکو کې د تورکیې، روسیې، ایران او سوریې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه څلور اړخیزه غونډه پیل شوه.
په مسکو کې د تورکیې، روسیې، ایران او سوریې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه څلور اړخیزه غونډه پیل شوه.
د ویلو ده چې پدې غونډه کې به د تورکیې او سوریې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه د خبرو سربیره ، د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې، سیاسي پروسې، او سوري کډوال په داوطلبانه ، خوندي او باعزته توګه خپل هیواد ته د ستنولو او نورو بشري مسئلو په اړه خبرې وشي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو به د غونډې په چوکاټ کې دوه اړخیزې ناستې هم ترسره کړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا پرون په خپره شوې اعلامیه کې لاندې څرګندونې شاملې دي.
وزیر چاووش اوغلو به د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتې په لسمه نیټه په مسکو کې جوړیدونکې د تورکیې، روسیې، ایران او سوریې رژیم د بهرنیو چارو وزیرانو په څلور اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه د روسیې فدراسیون ته سفر وکړي .
په دې غونډه کې د پلان له مخې به د تورکیې او سوریې ترمنځه د اړیکو د عادي کولو په اړه د تبادله د نظر وشي. همداشان پدې غونډه کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په تورکیه کې میشت سوري کډوال په داوطلبانه توګه په ډیر عزت او خوندي سره خپل هیواد ته د بیرته ستنولو په مسئلې هم خبرې وشي. وزیر چاووش اوغلو به د غونډې د ګډون کوونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره دوه په دوه لیدنې هم وکړي.