ولسمشر اردوغان د سوډان د حاکمیت شورا مشر جنرال عبدالفتاح البرهان سره ټیلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان د سوډان د مشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوډان د حاکمیت شورا له مشر جنرال عبدالفتاح عبدالرحمن البرهان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اردوغان په سوډان کې د ورونو په جګړه کې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په زیاتیدو ځاني تلفاتو په اړه ژوره خواشیني وښوده.
اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې دواړه خواوې د هراړخیز مذاکراتو او خبرو اترو ته چمتو کیدو او پدې اړه د پریکړې کولو په صورت کې تورکیه دې مذاکراتو او خبرو اترو کوربه توب ته چمتو دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې دوی به د ملګرو ملتونو سره په تماس کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د سوډان خلکو بیړنۍ بشري اړتیاوې پوره شي.
په دې ټیلیفوني خبرو کې له سوډان څخه د تورکي اتباعو د ايستلو او امنيت په باب هم خبرې وشوې.
په دغه هیواد کې د پوځ او د غوڅ ملاتړ ځواکونو تر منځ د شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په نښتو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.