تورکیې ټاکنو په خاطر په بهرکې په سیاسي نماینده ګیو کې رای اچونه نن پایته رسیږي
د تورکیې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو په خاطر د هیواد نه بهر په سیاسي نماینده ګیو کې د رایو ورکولو پروسه نن پایته رسیږي
په تورکیه کې د مې په ۱۴ مه نیټه د ترسره کیدونکو ولسمشرۍ او ۲۸مې دورې پارلماني ټاکنو لپاره ، د هیواد نه بهر په سیاسي نماینده ګیو او ګمرکونو کې د رای اچونې په ترڅ کې ۱ میلیون ۷۶۳ زره ۳۶۱ تنو خپلې رایې کارولي دي.
د تورکیې د ټاکنو دعالي شورا د معلوماتو له مخې، د رای ورکولو د پروسې په چوکاټ کې چې د اپریل په ۲۷ د هیواد په سرحدي دروازو او ګمرکونو کې پیل شوې، تر اوسه پورې ۱ میلیون ۷۶۳ زره ۳۶۱ تنو په بهر کې د تورکیې په سیاسي نماینده ګیو د او ګمرکونو کې خپلې رایې کارولي دي.
د تورکیې د ټاکنو عالي شورا ویلي دی چې د هیواد نه بهر په سیاسي نماینده ګیو کې د رایې ورکولو پروسه نن پایته رسیږي او په ګمرکونو ، سرحدي دروازو او هوايي ډګرونو کې به د رای ورکولو بهیر د مې تر ۱۴ مه د مازیګر تر ۵ بجو پورې دوام وکړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.