چاووش اوغلو : د مسکو په څلوراړخیزه غونډه کې به د سوري‌ کډوالو د بیرته ستنولو په مسئلې خبرې وکړو

وزیر چاووش اوغلو: په تورکیه کې میشت سوري کډوال باید په خوندي توګه خپل هیواد ته راستانه شي او دوی په دې اړه کار کوي.

1984222
چاووش اوغلو : د مسکو په څلوراړخیزه غونډه کې به د سوري‌ کډوالو د بیرته ستنولو په مسئلې خبرې وکړو

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، د روسیې په پلازمېنه مسکو کې په څلور اړخیزه غونډه کې به  ، خپلو هېوادونو ته د سوري کډوالو د خوندي ستنولو او د دې لپاره د لازمې زمینې د برابرولو  مسایلو په اړه به خبرې وکړي.

وزیر چاووش اوغلو دا څرګندونې د یو تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

چاووش اوغلو د مې په لسمه په مسکو کې جوړیدونکي د سوریې په اړه د تورکیې، روسیې، ایران او د بشارالاسد د رژیم د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه څلور اړخیزې غونډې ته په اشارې سره وویل چې په دې غونډه کې به د سوریې او سوري‌ کډوال په خوندي توګه خپل هیواد ته د ستنولو په مسئلې تمرکز وکړي. په تورکیه کې د سوري کډوالو خپلو هیوادونو ته د استولو او د دې لپاره د لازمې زمینې برابرولو په اړه به خبرې وشي.

وزیر چاووش اوغلو وویل چې په تورکیه کې میشت سوري کډوال باید په خوندي توګه خپل هیواد ته راستانه شي او دوی په دې اړه کار کوي.

هغه د دې په یادولو سره چې ۵۵۰ زره سوري کډوال د سوریې په شمال کې هغو سیمو ته ستانه شوي چې تورکیې له ترهګرۍ پاکې کړي دي.  چاووش اوغلو یادونه وکړه چې د پاتې نورو د ستنولو لپاره د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې او همدارنګه د بشارالاسد د رژیم همکارۍ ته اړتیا ده.

چاووش اوغلو وویل چې سوري کډوال باید په تدریجي ډول د پلان په چوکاټ کې په انساني توګه خپلو هیواد ته  ستانه شي. پدې برخه کې باید فرصتونه چمتو شي.

چاووش اوغلو د دې په یادولو سره چې د بشارالاسد رژیم دمخه هم  خپلو هیوادونو ته د سوري‌ کډوالو  د بیرته راستنیدو لپاره  عمومي‌ بخښنه اعلان کړې وه ، خو دا کار باید  د ملګرو ملتونو په همکارۍ او په شفاف ډول سره ترسره شي.

"رژیم په عمومي ډول غواړي چې سوري‌ کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. مګر دا مهال د سوري کډوالو  د بیرته ستنیدو لپاره، د ژوند خوندیتوب مسله  مهمه ده.  دلته یو ډول تشویش شتون لري چې ایا دوی به په رښتیا خوندي‌ وي‌ او که نه. پدې برخه کې باید دوې ته ډاډ ورکړ شي‌ چې له بده مرغه چې رژیم دم ګړۍ پدې برخه کې خلکو ته ډیر زیات ډاډ نه ورکوي.



اړوند خبرونه