په لویدیځ او بعضو اروپايي هیوادونو کې د تورکیې د ټاکنو په خاطر د رای اچونې بهیر پایته ورسید
په اروپا او په بعضو هیوادونو کې د مې میاشتې په ۱۴ مه نېټه په تورکیه کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو لپاره د رایې اچونې بهیر پایته ورسید.
په اروپا او په بعضو هیوادونو کې د مې میاشتې په ۱۴ مه نېټه په تورکیه کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو لپاره د رایې اچونې بهیر پایته ورسید.
په امریکا متحده ایالتونو، کاناډا، انګلستان، پولنډ، سویس، سویډن، بلغاریا، ایټالیا، مالتا، هسپانیا، پرتګال، یونان، چک جمهوریت، سلواکیا او هنګري کې د مې میاشتې په ۱۴ مه نېټه په تورکیه کې د ترسره کیدونکو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو لپاره د رایې ورکولو بهیر پای ته ورسېد. د رایو صندوقونه تړل شوي وو.
په همدې حال کې په جاپان او چین کې د رایې ورکولو بهیر وروسته پای ته ورسېد.
د رای ورکولو د بهیر له پای ته رسیدو وروسته به د رای ورکولو پاڼې د رای ورکولو د کمیټې او څارونکو تر څارنې لاندې مهر او په بوجۍ کې ځای په خای شي او ، د ترکش ایرلاین د الوتکو له لارې به تورکیې ته ولیږدول شي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته به وسپارل شي.